د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتیا والي له برید نه روغ ووت


د پکتیا والي له برید نه روغ ووت
د پکتیا والي له برید نه روغ ووت

نن سهارد پکتیا پر والي باندې وژونکی برید وشو چې په نتیجه کی یی د گردیز په ښار کې یو تن ملکی وگړی او درې تنه پولیس زخمي شول.

پخپله والي، جمعه خان همدرد روغ رمټ ترې وتلی دی.

د والی ویاند روح الله سمون خبریالانو ته وویل چی دا برید پر ښاغلي همدرد باندې د سهار په اته نیمو بجو کله چې هغه د کور څخه د دفتر په لور روان و، وشو.

د پکتیا د روغتون رئیس نادر نادري دا تایید کړه چې درې ټپي عسکر او یو تن ملکي یې د هغه روغتون ته د درملنې دپاره راوړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG