د لاس رسي وړ اتصالات

د ځاځي اريوب ولسوالۍ اوسېدونکي روغتيايي خدمات غواړي


د پکتیا غرونه (د آرشیف نه)

د پکتیا غرونه (د آرشیف نه)

د پکتيا د ځاځي اريوب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې د روغتيا په برخه کې ډېرو کم اسانتياوو ته لاسرسی لري، چې له همدې امله له ګڼ شمېر ستونزو سره مخامخ دي. په دې اړه ابراهيم رحيمي د يادې شوې ولسوالۍ له يو شمېر اوسېدونکو سره غږېدلی او دغه رپوټ يې رالېږلی دی.

دا، چې په پکتيا کې د يو شمېر نورو برخو تر څنګ د روغتيا په برخه کې هم په تېرو څو کلونو تر يوه حده کار شوی، سترګې نشي پټېدای، خو په هغه اندازه، چې خلک ورته اړتيا لري، ډېرې کمې ستونزې يې حل شوې دي.

په ياده شوې برخه کې تر ټولو ډېر د دې ولايت د لېرې پرتو سميو اوسېدونکي مشکلات او ستونزې لري، چې له امله يې په خپل وخت ناروغان روغتونونو ته نه رسېږي. له دې جملې څخه يوه هم د دې ولايت د ځاځي اريوب ولسوالي ده.

د دې ولسوالۍ د جبارخېلو د کلي يو تن اوسېدونکی اکبر وايي، چې د دوی د ولسوالۍ په روغتيايي مرکز کې يې ستونزې نشي حل کېدلی، ځکه هغه امکانات، چې په دې برخه کې ورته ډېره اړتيا لېدل کېږي، د دوی په کلينيک کې نشته.

((دلته مسلکي ډاکټران نلرو، داسې مريضان پيدا کېږي، چې اقتصادي مشکلات لري، نشي کولای مرکزي روغتونونو ته لاړ شي. دلته د ايکسرې او د وينې د معاينې کولو لپاره لابراتوار هم نلري)).

ځاځي اريوب د پکتيا ولايت په ختيځه برخه کې لېرې پرته ولسوالي ده، چې د پاکستان د کرمې ايجنسۍ سره څه باندې څلوېښت کيلومتره اوږده پوله لري.

مخکې د دې ولسوالۍ خلکو خپلې روغتيايي ستونزې او نورې اړتياوې د پاکستان څخه حلولې، خو له تېرو څو کلونو راهيسې، چې په کرمې ايجنسۍ کې د سني او شعيه مسايل تاوده شوي، دغه لاره د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو پر مخ تړل شوې ده.

د دې ولسوالۍ يو تن سپين ږيري حيدرخان اشنا راډيو ته وويل، چې اوس خپل ناروغان يا د پکتيا مرکز ګردېز او يا که امکان ولري، د کابل او ننګرهار پر لاره يې پېښور ته رسوي، چې د ده په وينا له زياتو مشکلاتو سره يې مخ کړي دي.

(( ځاځي اريوب ولسوالي دوه نيم لکه نفوس لري، خلک د ډېرو مشکلاتو سره مخ دي، موږ دلته يو مرکزي کلينيک لرو او دوه نور کلينيکونه لرو، خو په اساسي ډول د خلکو مشکلات ندي حل شوي. موږ خپل ناروغان څمکنيو او يا ګردېز ته انتقالوو، چې له همدې امله ډېرو ناروغانو خپل ژوند په لاره کې له لاسه ورکړی دی)).

هغه دغه راز وويل، چې د دوی د ولسوالۍ کلينيک هم يو څه ستونزې حل کولای شي، خو دلته په کافي اندازه نه درمل شته او نه هغسې ډاکټران، چې د خلکو زړونه پرې ډاډمن شي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکي له مسوولو روغتيايي چارواکو غوښتنه کوي، چې دې برخې ته دې ډېره توجه وکړي او د خلکو ستونزې دې ورحل کړي.

XS
SM
MD
LG