د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتیا کې مطبوعاتي مرکز جوړ شو


په پکتیا کې مطبوعاتي مرکز جوړ شو
په پکتیا کې مطبوعاتي مرکز جوړ شو

دپكتيا ولايت په مركز ګرديز كې د ازادو مطبوعاتو داستازو له خوا دپكتيا پرېس كلب په نوم يو ازاد مطبوعاتي مركز پرانستل شو.

پخوا به ددې ولايت خبريالانو تيت و پرك خپله ورځې كارونه كول او د دويي ترمينځ دهمغږي كوم ځانګړي ګډ مركز نه وو موجود له امله خبريالان له يو شمير ستونزو سره مخ وو.

خو ديو شمير ازادو رسنيو داستازو په هڅو او ملي سوداګرو په مرسته پدې سيمه كې دميشتو خبريالانو لپاره يو مطبوعاتي مركز جوړ شو چې ديوې غونډې په ترڅ كې پرانستل شو .

دپرانستنې پدې غونډه كې دپكتيا دوالي په ګډون ګڼ شمير دولتي مشرانو او ژورنالستانو ګډون كړي وو.

په غونډه كې دپكتيا دمطبوعاتو مركز يا پكتيا پريس كلب مشر احسان مهجور وويل چې ددې مركز دجوړولو څخه يي هدف په سيمه كې د ژورنالستانو د شته ستونزو هوارول او دنيو خبريالانو روزل دي .

دې وويل پخوا به خبريالانو تيت وپرك كار كوه او د دوى ترمينځ پوره همغږي نه وه موجوده خو ددې مركز په جوړيدو سره به دخبريالانو ستونزې تر ډيره بريده پورې هواري شي .

مهجور زياتوې دوي به پدې مډيا سنټر كې نوي خبريالان وروزې او هغوى ته به عملي او نظري زده وركړي.

پدې غونډه كې د پكتيا والي جمعه خان همدرد دپكتيا مطبوعاتي مركز جوړيدول د خبريالانو لپاره لويه لاسته راوړنه وبلله او زياته يي كړه چې ددې مركز په جوړيدو سره به له مطبوعاتو د دوي كارونه هم اسانه شي او د معلوماتو په وركولو كې به همغږي رامينځته شي .

والي زياته كړه چې مطبوعاتو ډير مهم دي او كولاي شي دهيواد په هره برخه كې مثبت رول ولوبوي شي .

دپكتيا مطبوعاتي مركز اوس مهال دګرديز په ښار كې په كرايه شوي ودانې كې فعاليت كوي او دمسولينو په وينا يي يوه اندازه وسايل يي ورته پيدا كړي خو كيفايت ورته نه كوي او پدې برخه كې له دولتي چارواكو او ملي سودا ګرو څخه ومرستې غوښتنه وكړه .

په پكتيا كې خبريالان هم ددې مطبوعاتي دفتر په جوړيدو ډير خوشحاله دي او وايي پدې سره به تر ډيره بريده د دوي ستونزې هواري شي او دټولو په اړه دمعلوماتو راټولو ته به ځانونه ورسوي .

دا لومړۍ ځل ده چې په دې ولايت كې د خپلواكو ژورنالستانو ګډ مركز پرانستل كيږي وړاندې له دې نه هم په دې ولايت كې د ژورنالستانو ټولنې موجودې وې خو چارې يې سستې پرمخ روانې وي .

خو ددې مركز په جوړيدو سره به خبريالان په همغږي توګه له پېښو او نورو مسايلو څخه رپوټونه وركوي .

XS
SM
MD
LG