د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیاوال د خصوصي روغتونو څخه خوشحاله دي


Archive
Archive
په دې وروستيو کې پکتيا کې زياتو خصوصي روغتونونو فعاليت شروع کړی دی. د پکتيا اوسېدونکي وايي که څه هم د معيار په برخه کې ځينې ستونزې لري، خو د خلکو ډېرې اړتياوې يې پوره کړي دي.

سيلاب د پکتيا د ځاځي اريوب ولسوالۍ اوسېدونکی دی. هغه خپل ناروغ د پکتيا مرګز ګردېز ښار ته راوړی او په يوه خصوصي روغتون کې يې درملنه کوي.

هغه وايي چې په دغه ولايت کې د خصوصي روغتونونو تر جوړېدو مخکې د سیمې په روغتونونو کې داسې درملنه نه کېده او خلګو به د يوې کوچنۍ ناروغۍ لپاره ناروغان پلازمېنه کابل او يا پاکستان ته انتقالول.

سيلاب هيله څرګندوي چې په دې سيمه کې نور هم مجهز او په عصري طبي وسايلو او مسلکي ډاکټرانو سمبال روغتونونه جوړ شي او د ناروغانو پر وخت او ښه درملنه وکړي.،،کله چې دغه روغتونونه جوړ شوي ښې اسانتياوې ورسره راغلې دي، ښه ډاکټران، ښه طبي وسايل لري او ډاکټران يې ښه وضعيت کوي. مخکې چې دا روغتونونه نه وو، موږ ډېر په تکليف وو،،.

فدا محمد د پکتيکا ولايت اوسېدونکی دی چې خپل ناروغان يې د پکتيا مرکز ګردېز ته له دې امله راوړی، چې ګوندي په يوه خصوصي روغتون کې يې ښه درملنه وکړي.

فدا محمد وايي، چې که څه هم په خصوصي روغتونونو کې نیمګړتياوې ډېرې شته، خو زياتوي، چې تقريباً ګاونډيو هېوادو ته له تګ يې راګرځولي او اوس د ډېرو ناروغيوو درملنه په خپل هېواد کې کوي.،،زه وينم، چې له پکتيکا نه هم اکثره مريضان راځي او پکتيا کې تداوي کوي. مخکې به زموږ ناروغان پاکستان او يا هندوستان ته تلل. دا روغتونونه د زون لپاره ډېر ګټور دي. ډاکټران صاحبان دې زيات زيار وباسي او د ناروغانو دې ښه تشخيص وکړي او کافي دوا دې ورکړي،،.

په دې وروستيو کې د پکتيا په مرکز ګردېز کې نږدې لس خصوصي روغتونونو، چې په نسبي ډول په ښو طبي وسايلو او مسلکي ډاکټرانو سمبال دي، جوړ او د ناروغانو درملنه کوي.
خو له دې ټولو سره سره يو شمېر خلک شکايت لري. هغه معيار او کيفيت چې بايد دغو روغتونونو لرلای نه يې لري او په دې برخه کې د عامې روغتيا له مسوولينو غوښتنه کوي چې د خصوصي روغتونونو د معيار په اړه کلکه څارنه وکړي.

په ګردېز ښار کې د يوه خصوصي روغتون مشر ډاکټر سلطان محمد ابراهيم خېل مني چې دغه روغتونونه د معيار په برخه کې يو شمیر ستونزې لري خو وايي هڅه کوي چې عصري طبي وسايل او پوره مسلکي ډاکټران په کار وګماري. ،،معيار هغه دی، چې متخصصين راشي. نو هغه معيار چې په پېښور يا لاهور کې دی، په هغه معيار به کوښښ کوو چې ناروغانو ته درملنه ورکړو. بل دا چې موږ هڅه کوو چې په هره شعبه کې دوه دوه متخصصين ولرو،،.

د پکتيا د عامې روغتيا رئيسه ډاکتره نازدانه پکتياوال وايي دوي د شخصي روغتونو په بشپړ ډول څارنه کوي او تر يوه بريد له معيار سره سم هم دي خو وايي چې په دې برخه کې ځينې ستونزې هم شته.،،د دې روغتونونو لپاره هيئتان موظف شوي او څه لايحه چې د عامې روغتيا وزارت ده هغه ورسره شريکه شوې ده. هغه نواقص چې پکې موجود دي هغه ورته په ګوته شوي چې بايد هغه له منځه يوسي.،،

د خلکو غوښتنه دا ده چې دې روغتونونو ته دي مسلکي ډاکټران راوستل شي معياري دواګانې او طبي وسايل دې ورته راوړل شي او تر څنګ دي د دوي اقتصادي وضعيت هم په نظر کې ونيول شي.

د پکتيا اوسېدونکي وايي که داسې وشي، نو په دې سره به دوي د نورو ولاياتو او د هيواده له بهر تګه را ګرځېدلي وي او د خپلو ناروغانو درملنه به يې په کور دننه کې کړې وي.
XS
SM
MD
LG