د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتیا جاني خیلو ولسوالۍ کې وسله والو ته د دروند زیان اړولو ادعا


افغان ځواکونو د تیرې ورځې راهیسې د پکتیا ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره عملیات پیل کړي دي.
افغان ځواکونو د تیرې ورځې راهیسې د پکتیا ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ د بیرته نیولو لپاره عملیات پیل کړي دي.

د پکتیا ولایتي چارواکي وایي، د دغه ولایت د جاني خیلو ولسوالۍ د بیرته نیولو په عملیاتو کې چې له تیرې ورځې پیل شوي تر اوسه لږتر لږه ۱۲۰ طالب وسله وال وژل شوي خو د ولسوالۍ مرکز لاهم د طالبانو په لاس کې دی.

د پکتیا ولایتي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د جاني خېلو ولسوالۍ د بېرته نيولو په موخه يې په سيمه کې له پرون سهار راهيسې ځمکني او هوايي پوځي عمليات پيل کړي دی.

د پکتيا د والي وياند نقيب احمد اتل امريکاغږ ته وويل، هوايي عمليات د ناټو قاطع ماموريت د ځواکونو په ملاتړ مخته ځي، چې تر دې مهاله په کې لږتر لږه ۱۲۰ وسله وال وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

هغه زياته کړه، چې په دغوهوايي بريدونو کې د جاني خېلو ولسوالۍ لپاره د طالب وسله والو له خوا نومول شوي، ولسوال مطيع الله او همدارنګه د کاکي، عبدالولي او نسيم جان په نومونو د دې ډلې درې نور سيمه ييز قوماندانان هم وژل شوي دي.

د والي وياند دغه راز وويل، چې د ناټو قاطع ماموريت هوايي ځواکونو یوشمیر هغه دولتي موټرې هم په نښه کړي، چې څلور ورځې مخکې د جاني خېلو ولسوالۍ له سقوط وروسته طالبانو ته په لاس ورغلې وې.

د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال قادرګل ځدراڼ وايي، يادې ولسوالۍ ته د غځېدلې لارې په اوږدو کې طالبانو ماينونه ښخ کړي، چې د ځمکنيو عملياتو په مخ کې يې افغان ځواکونو ته ستونزې جوړې کړې دي.

هغه وويل، امنيتي ځواکونه هڅه کوي، چې ماينونه خنثی او په سيمه کې د طالبانو پرضد عمليات مخته يوسي.

تر اوسه وسله والو طالبانو د دغو پوځي عملياتو په نتيجه کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

خو طالبانو لا هم د هغو یو شمیر افغان سرتیرو مړي قومي مشرانو ته نه دي سپارلي چې د تیرې جمعې د ورځي سهار وختي د جاني خیلو ولسوالۍ د نیولو په عملیاتو کې په جګړه کې وژل شوي وو.

تیره ورځ د خوست د څمکنیو په ولسوالۍ کې د جاني خیلو د ولسوالۍ په جګړه کې د دووویشت وژل شوو سرتیرو د کورنیو غړو د خپلو وژل شوو خپلوانو د مړو ترلاسه کولو لپاره غونډه کړې وه.

چارواکي وایي، د قومي مشرانو په منځګړیتوب لا هم هڅې روانې دي چې له طالبانو د پاتو وژل شوو سرتیرو مړي د هغوی کورنیو ته وسپاري.

تیره ورځ د یو شمیر سرتیرو مړي د هغوی کورنیو ته سپارل شوي وو.

XS
SM
MD
LG