د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتیا کې د واسطو او بې عدالتۍ شکایتونه


د پکتيا يو شمېر ځوانان انتقاد لري، چې په حکومتي ادارو کې زياتره مامورين د روابطو په اساس ګمارل کېږي. ځوانان دې کار دوی نااميده کړي دي.

رحيم ګل وفادار د پکتيا اوسېدونکی دی. هغه وايي چې لوړې زده کړې يې کړې او په يو شمېر حکومتي ادارو کې له کاري تجربې هم برخمن دی.

رحيم ګل امريکاغږ ته وويل چې د زياتره دولتي دفترونو دروازې يې ټکولې او دغه راز د اداري اصلاحاتو د کمېسيون له لوري د مامورينو د ګمارنې په ازموينو کې يې ګډون کړی، خو دا چې روابط نلري بې دندې ګرځي.

نوموړی د ياد شوي کمېسيون پر مسوولينو انتقاد کوي چې په اداري فساد کې د ښکېتيا له امله د روابطو پراساس مامورين پر دندو ګماري، نه د ضوابطو پربنسټ.

هغه داسې وايي ”هيڅکله دا زړه نه ښه کوم، چې کومې فورمې ډکې کړم او د اداري اصلاحاتو امتحان ته کېنم. هغوی مخکې له مخکې خپل کس ټاکلی وي. که هرڅومره ډېرې نمبرې يوسي، بيا هم هغه درباندې کاميابوي‟.

د پکتيا ولايت يو تن مدني فعال سيد جمال الدين اصف خېل هم د اداري اصلاحاتو مسوولين تورنوي چې په لوی لاس پر شرايطو برابرو کسانو ته د دندو ترسره کولو موقع نه ورکوي.

د اصف خیل په نظر د وړتيا لرونکو ځوانانو د حقونو تر پښو لاندې کول د حکومت او خلکو پر اړيکو منفي تاثير لري. هغه په دې برخه کې له جګپوړو چارواکو د توجه غوښتنه کوي.

هغه داسې وايي ”د دوی له لاسه ډېر ځوانان اړ شوي، چې د حکومت له وسله والو مخالفينو سره يو ځای شوي دي. لوی لامل يې دا دی، چې بريالی کس يې ناکام او ناکام کس يې بريالی اعلان کړی دی. موږ په دې برخه کې ډېرې بېلګې لرو‟.

محلي چارواکي لګېدلي تورنه ردوي

غلام علي جوشان د پکتيا د اداري اصلاحاتو رئيس دی. هغه له امريکاغږ سره په خبرو کې پر دغې ادارې ياد لګول شوی تور، چې ګني د واسطو په نتيجه کې د مامورينو په ګمارنه کې لاس لري، رد کړ.

هغه زياته کړه، دوی پوره هڅه کړې چې پر عالي تحصيلاتو او دغه راز پر کاري وړتياوو سبمال ځوانان دولتي ادارو ته ورمعرفي کړي.

هغه داسې وویل ”زموږ د کمېسيون د ناظر دنده دا ده، چې وګوري، چې د کمېسيون طرزالعمل تطبيقېږي کنه. موږ مخکې له مخکې پوښتنې نه جوړوو. کله چې ټول حاضر شي، بيا پوښتنې جوړو، چې وکولای شو، شفافيت وساتو‟.

په همدې حال کې د پکتيا د والي وياند نقيب احمد اتل له امريکاغږ سره د خبرو پرمهال په ځينو مواردو کې د فساد خبره رد نه کړه، خو زياته يې کړه، چې ولايتي اداره د شفافيت مسئلې ته پوره ژمنه ده.

هغه داسې وویل ”څوک چې نمبرې کمې يوسي او يا پاتې راشي، طبعاً شکايت کوي. خو موږ شفافيت ته ژمن يو. د ولايت مقام ټينګار دا دی، چې کار اهل کار ته وسپارل شي او مناسب کسان پر دندو وګومارل شي‟.

د ارقامو له مخې په تېرو شاوخوا شپږو مياشتو کې د پکتيا په مختلفو ادارو کې تر څلور سوه زيات کسان پر دندو ګمارل شوي او تقريباً همدومره شمېر نورو مامورينو ته هم اړتيا لېدل کېږي.

  • 16x9 Image

    ابراهيم رحيمي

    ابراهيم رحيمي د خوست د شيخ زايد پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی لوستی او د ژورناليزم په ډګر کې يوولس کاله تجربه لري. هغه د ۲۰۱۱ ميلادي کال راهيسې په جنوب ختيځ کې د امريکا غږ خبريال دی. دمخه يې د افغانستان دننه په يو شمېر رسنيو کې کار کړی دی.

XS
SM
MD
LG