د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتیا خلک د انتخاباتو له کمیسیون نه شکایت لري


د پکتیا خلک د انتخاباتو له کمیسیون نه شکایت لري

د پکتیا خلک د انتخاباتو له کمیسیون نه شکایت لري

د پکتیا ولایت یو شمیر خلک دټاګنو پرخپلواک کمیسیون نیوکی کوی او وایی چې د رایې اچونې له ٢٠٧ مرکزونو یی ٨٠ مرکزونه تړل شویدی او دوی نشی کولای د رایی اچونې لپاره مرکزونو ته ځانونه ورسوي.

په دې ورستيو كې د ټاكنو د خپلواك كميسون لخوا د رايې اچونې دمركزونو وروستې لیست اعلان شو چې دهیواد په پنځه ويشت ولايتونو كې د امنتې دلايلو له مخې د رايې اچونې ډیر شمیر مركزونه تړل شوو .

پكتيا هم دهغو ولایتونو په ډله کې دی چې د ٢٠٧ مركزونو څخه يې اتيا مركزونه تړل شوي دغه تړل شوي مركزونه دپکتیا په ټولو ولسواليو كې شته خو ډيره برخه يې په سيدكرم ولسوالي کې دي چې مركز ګردیز ته نيږدې پرته ده .

ددی ولسوالی اوسیدونکی وایی چې پدې سیمې داسی مرکزونه هم تړل شویدی چې هلته بشپړ امنیت دی او هیڅ ډول ستونزې پکې نشته .

دسیدکرم ولسوالۍ یو شمیر قومی مشران وایی چې دتیرو انتخاباتو پرمهال پدې ولسوالۍ کې درایو اچونې دوه ویشت مرکزونه فعال وو خو دکمیسیون له خوا له دې جملې څخه یو لس مرکزونه تړل شویدی .

دوی وایی پدې ولسوالې کې بشپړ امنیت موجود دی خو بیا ډیر شمیر مرکزونه پکې تړل شویدی .

دغه قومی مشران زیاتوی له مسولینو سره پدی اړه خبری کړیدی خو تراوسه یی چا ددې ستونزې غم ندی خوړلی .

دوی ګواښ وکړ که دولت ورته درایی اچونې مرکزونه زیات نه کړی نو دوی به په ټاکنو کې به له ګډون لاس واخلی .

که څه هم قومی مشران وایی دټاکنو کمسیون پدې سیمه کې دامنیتی ستونزو په بهانه مرکزونه تړلی خو د سيدكرم ولسوالۍ امنيه قومندان حبيب نور وایی پدې سیمه کې امنیتی ستونزې نشته او په پوره ډاډ سره كولي شي د ولسوالۍ په هره څنډه كې د رايې اچونې د مركز امنيت ونيسي .

سیمه ایز چارواکی وايې د رايې اچونې مركزونه يوازې د سيدكرم په ولسوالۍ كې نه ، بلكې په ټولو سيمو كې راكم شويدي .

د پكتيا والي جمعه خان همدرد هم د خلكو دا خبرې په ځاى پولی او وایی چې دپکتیا په یو شمیر هغو سیمو کې هم درایی اچونې مرکزونه تړل شویدی چې هلته هیڅ ډول امنیتی مشکلات نشته .

جمعه خان همدرد زیاتوی له مركزي دولت څخه یی غوښتنه کړی چې په هغو سيمو كې دې مركزونه پرانېزي چې امنیت پکې ډاډمن امنيت دى .

دپکتیا والي وايې تر اوسه امنيتي كميسون د تړل شويو مركزونوله جملې څخه د شلومركزونو د بيا پرانيستنې امر وركړى.

په سیمه کې دټاکنو دخپلواک کمیسیون چارواکی بیا وایی چې که چیرې امنیتی چارواکی د تړل شوو مرکزونو امنیت په غاړه واخلی او دویی دامنیت په اړه ډاډ تر لاسه کړی نو بشپړ تیاری لری چې پدې مرکزونو کې هم ټاکنې ترسره کړی .

دیادونې وړ ده چې د سيدكرم ولسوالي چې د پكتيا له مركز ګرديز څخه نږدې نولس كيلو متره په لرې واټن لری او د نورو سيمو په پرتله يې امنيت د ډاډ وړ دى .

خو بيا هم د امنيتي كميسون له خوا له ټولو سيمو نه زيات پدې ولسوالۍ کې د رایی اچونې مركزونه تړل شويدی.

XS
SM
MD
LG