د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیکا کې ماین او هوايي حملې ١٠ طالبان وژلي


پکتیکا کې ماین او هوايي حملې ١٠ طالبان وژلي
پکتیکا کې ماین او هوايي حملې ١٠ طالبان وژلي

سيمه ايز امنيتي چارواكي وايي چې دپكتيا ولايت دزرمت په ولسوالې كې دبهرنيو ځواكونو په هوايي بريد كې لس تنه وسلوال طالبان وژل شويدي .

دپكتيا ولايت امنيتي چارواكي وايي چې ددغه ولايت د زرمت ولسوالۍ دكولالګو په سيمه كې نن دوه تنه وسلوال طالبان دخپل ماين په چاودنه كې او اته تنه نور دناټو ځواكونو په هوايي بمبارد كې وژل شويدي .

په جنوب ختيځو ولايتونو كې د پوليسو د پنځه سوه پنځم سپين غر زون وياند محمد عثمان ياري وايي دوو تنو وسلوالو طالبانو غوښتل چې په سيمه كې په عامه لاره ماينونونه خښ كړي خو خپل ماين پري وچاوديده او دواړه ځاي پرځاي ووژل شول.

ياري زياتوي دوژل شوو طالبانو مړي تر ماسپيښينه پوري په سيمه كې پراته وو چې وروسته اته تنه نور طالبان راغلل او غوښتل يي خپل مړي انتقال كړي خو دناټو ځواكونو تر هوايي بريد لاندې راغلل او اته واړه ځاي پرځاي ووژل شول او مړ يي اوس هم په سيمه كې پراته دي .

دزرمت ولسوال ګلاپ شاه هم رسنيو ته ددې پېښې تاييد كړي خو خپله وسلوالو طالبانو او ناټو ځواكونو تر اوسه پدې اړه څه ندي ويلي .

همدا ډول زبير صديقي چې ځان په سيمه كې د حزب اسلامي وياند معرفي كوي ادعا كوي چې دپكتيا ولايت د اريوب ځاځيو په ولسوالۍ كې يي ديو وسلوال بريد په ترڅ كې دپوليسو دوه رنجر موټر له مينځه وړي او پكي سپاره اته تنه يي وژلي دي .

ددغه ولايت امنيتي چارواكي بيا دا ادعا په كلكه ردوي او وايي چې پدې سيمه كې دوي هيڅ ډول تلفات نه لري .

ديادونې وړ ده چې وروستيو كې په سيمه كې دوسلوالو طالبانو په بريدونو او نورو امنيتي پېښو كې زياتوالي راغلي تيره ورځ دپكتيكا ولايت داورګون په ولسوالۍ كې هم دپوليسو په مركز ډله ايز ځان مرګې بريدونه شوي وو .

په جنوب ختيځو ولايتونو كې دسرحدي پوليسو قوماندان جنرال نبي جان ملاخيل وايي چې يو ځان مرګې بريد ګر غوښتل خپل ډاينا موټر ته چې د چاوديدونكو موادو ډګ وو دپوليسو دمركز په قراول كې چاودنه وركړي خو مخكې له دې چې خپل هدف ته ورسيږي دپوليسو له خوا وويشتل شوه او چاودنه يي وكړه چې په نتيجه كې يي يو پوليس ووژل شو او بل برسيرن ټپي شو.

جنرال نبي جان ملاخيل زياتوي له لومړي چاودنې وروسته څلورو نورو ځان مرګو بريدګرو له نيږدي كلي څخه دپوليسو په مركز بريدونه پيل كړل خو دده په وينا دپوليسو له خوا يو په بل پسې ووژل شول .

وسلوالو طالبانو دبريدونو مسوليت په غاړه اخيستي او ويلي وو چې په دغو بريدونو د دوي اوو ملګرو ګډون كړي وو چې څلور تنه وژل شوي او دري نور يي خوندي ځاينوته رسيدلي .

همدا ډول طالبان ادعا كړيوه چې دخپلو بريدونو په لړ كې يي پوليسو ته ګڼه مرګ ژوبه ور اړولي وه .

خو سيمه ايز امنيتي چارواكې د طالبانو ادعا نه مني.

XS
SM
MD
LG