د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د انګور اډې پوځي تاسیسات افغانستان ته وسپارل


د پاکستان د پوځ ویاند په خپل ټویټر باندې د انګور اډې دا تصویر خپور کړی دی.
د پاکستان د پوځ ویاند په خپل ټویټر باندې د انګور اډې دا تصویر خپور کړی دی.

د پاکستان پوځ په یوه اعلامیه کې ویلي دي، چې دا پوځي تاسیسات یې د شنبې په ورځ افغانستان ته وسپارل. د دغه کار هدف د افغانستان او پاکستان د اړیکو لا ښه کېدل او په سرحد کې تلونکو راتلونکو خلکو ته د زیاتې اسانتیا برابرول ښودل شوي.

اعلامیه وایي "دا اقدام به د افغانستان او پاکستان په ګډ سرحد کې د سولې او ثبات په راوستلو کې مهم رول ولوبوي". په دې خبرې باندې بیا ټېنګار شوی چې د سرحد اړونده هره ستونزه به د سلا مشورو له لارې حل کیږي.

دا پوځي تاسیسات د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ اړوندې سیمې کې جوړ شوي وو.

د پاکستان د پوځ ویاند عاصم باجوه په خپل ټویټر کې د انګور اډې د تاسیساتو یو تصویر خپور کړی چې په کې افغان او پاکستاني پوځیان لیدل کیږي.

په همدې حال کې په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخیلوال وايي چې دغه مسئله یې څو ورځې مخکې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال راحیل شریف سره هم یاده کړې وه.

ښاغلي زاخیلوال په خپل فیسبوک کې لیکلي چې جنرال شریف ورسره ژمنه کړې وه" ټول هغه پاخه تاسیسات چې په انګور ا‌‌‌‌‌‌ډه کی پاکستان په تیرو څو کلونو کی زموږ په خاوره کې دننه جوړ کړي او ددوی پوځیان پکی میشت دي امانت سلامت زموږ ملي امنیتي قواو ته وسپاري او د یادې ساحې څخه به پاکستاني پوځونه په بشپړه توګه په څټ شي".

ښاغلي زاخیلوال دا خبره هم کړې " خوښ یم چی همدا اوس په انګور ا‌‌‌‌‌‌ډه کی د پاکستان پوځ ټول تاسیسات د کابل څخه تللی دملی دفاع وزارت یو پلاوی ته د سپارلو په حال کی دی. سر له نن به د افغانستان بیرغ پری پورته او زموږ دملی سرحدی قواو مرکز وګرزي."

ښاغلي زاخیلوال په خپل فیسبوک کې لیکلي چې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره پاکستان دا اقدام کړی دی او بل نیک ګام یې تېره اونۍ د تورخم د دروازې بیا پرانیستل وو.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG