د لاس رسي وړ اتصالات

د پکتیکا والي: امنیت راولو، فساد ورکوو


د پکتیکا والي شارق وايي ناامني او اداري فساد تر نورو ستونزو، ډېرې د اندېښنې وړ دي
د پکتیکا والي شارق وايي ناامني او اداري فساد تر نورو ستونزو، ډېرې د اندېښنې وړ دي

د پکتيکا والي وايي، چې د دغه ولايت د خلکو ټولې ستونزې او اړتياوې څېړي او د حل لپاره يې جدي اقدامات کوي.

پکتيکا هم د افغانستان د يو شمېر نورو ولايتونو په څېر په تېرو ۱۴ کلونو کې د حکومت له پامه لوېدلی ولايت بلل کېږي. پکتيکاوال وايي، چې په هيڅ برخه کې يې د ستونزو د حل لپاره اړين اقدامات ندي شوي.

خو، د پکتيکا نوی والي امين الله شارق وايي، چې د دې ولايت د هرې ستونزې او اړتيا پر څېړلو کار کوي.

هغه له امريکاغږ سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، کلک هوډ لري، چې پکتيکاوالو ته تر ډېره بريده اسانتياوې برابرې کړي، خو زياتوي، چې تر ټولو دمخه د امنيت ټينګښت ته جدي اړتيا لري.

هغه وويل "يو لړ ستونزې شته دي، چې د له منځه وړلو په خاطر له امنيتي ارګانونو او ولسي خلکو سره يې يو ځای څېړم. موږ غواړو په دې برخه کې ټولې ستونزې له منځه يوسو او د پکتيکاوالو لپاره د سولې او ثبات څخه ډکه فضا رامنځته کړو."

د ځينو معلوماتو له مخې د افغانستان د نورو ولايتونو په څېر د پکتيکا ځينې لوړپوړي چارواکي هم په ژور اداري فساد کې ښکېل بلل شوي، خو ښاغلی شارق وايي، ورسره حساب او کتاب کوي.

هغه وايي "مامورين بايد د قوانينو او زما د غوښتنو پراساس، چې البته زما غوښتنې هم د قوانينو پربنسټ دي، راسره کار وکړي. پرته له شکه په تېرو کې مشکلات موجود وو او ما په دې برخه کې څېړنې پيل کړې دي، خو تر اوسه دې برخې ته نه يم رسيدلی، چې په ګوته کړم، چې کومه اداره او کوم شخص په غوښن فساد کې لاس لري. په دې رابطه باندې کار کوم."

د پکتيکا والي امين الله شارق امريکاغږ ته وويل، غواړي له شته امکاناتو څخه په ګټې اخيستنې سره د پکتيکاوالو نورو هغو ستونزو ته هم رسيدګي وکړي، چې د هغوی ورځنۍ اړتياوې ورپورې تړلې دي.

"له هغو امکاناتو څخه چې دلته وو، له هغوی څخه د بيارغونې او ښې حکومتدارۍ په برخه کې ښه ګټه نده پورته شوې. زموږ زياتره لارې خامې دي. پر نورو ستونزو سربېره دا د دې لامل هم ګرځي، چې د ناامنۍ کچه لوړه کړي."

په همدې حال کې د پکتيکا د مدني ټولنې يو تن فعال محمد الله همت يار د دغه ولايت ټولو ستونزو ته رسيدګي ستونزمنه بولي، مګر پر دې ټينګار کوي، چې چارواکي جدي اقدامات وکړي.

هغه وويل"تر اوسه موږ په پکتيکا کې هيڅ برېښنا نه لرو. داسې روغتونونه نلرو، چې ټولې اړتياوې مو پوره کړي. اويا فيصده ښوونځي مو ودانۍ نلري. پوهنتون چې په مرکز کې دی، هم ودانۍ نلري."

د پکتيکا والي امين الله شارق همدارنګه وويل، چې د پوهنې پراختيا او پرمختيا، د نجونو زده کړو ته ځانګړې پاملرنه، د روغتيايي ستونزو حل، د کرنې او مالدارۍ لپاره اسانتياوې او ځينې نور پروګرامونه يې د کارونو لومړيتوب تشکيلوي.

XS
SM
MD
LG