د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتیکا کې ۴۶ ښوونځي او یو انسټیټوټ جوړېږي


په پکتيکا ولايت کې د شپږ څلوېښت ښوونځيو او د زراعت د يوه انستېتيوت لپاره ودانۍ جوړېږي. همدارنګه په خوست کې هم د نړيوال بانک له لوري د يوه پله د جوړېدو کار پيل شوی دی.

د پکتيکا ولايت په مرکز ښرنه کې د کرنې د انستېتيوت لپاره ودانۍ د افغانستان د پوهنې وزارت له لوري جوړېږي، چې نږدې څلور سوه زره امريکايي ډالر ورته ځانګړي شوي او د جوړېدو کار يې يو کال وخت نيسي.

د پکتيکا والي محب الله صميم د دغې ودانۍ د بنسټ د ډبرې د ايښودو پر مهال اشنا راډيو ته وويل، چې دغه ودانۍ پر شل جريبه ځمکه په دوو پوړونو کې جوړېږي او شپاړلس درسي خونې به ولري.
د يادونې ده چې دا مهال د پکتيکا ولايت د زراعت انستېتيوت محصلين د دې ولايت د دارالعلوم په ودانۍ کې زده کړې کوي، خو د والي محب الله صميم په وينا د يادې شوې ودانۍ په جوړېدو سره به د دوي د ځای ستونزه هواره شي.

همدارنګه ښاغلیْ صميم وايي چې په روان کال کې په دغه ولايت کې د نږدې پنځوسو ښوونځيوو لپاره نوې ودانۍ جوړېږي چې لګښت يې د افغانستان د پوهنې او د مخدره موادو پرضد د مبارزې د وزارتونو له لوري ورکول کېږي.

اوس مهال د پکتيکا په ولايت کې ۳۵۶ ښوونځي شته چې د کره معلوماتو له مخې له دې جملې څخه يې يوازې سل ښوونځي ودانۍ لري او د نورو زده کوونکي د ودانۍ د نشتون له مشکلاتو سره لاس او ګريوان دي. پکتيکا يولک او څلور دیرش زره زده کوونکي لري چې ۲۴ زره يې جينکۍ دي.

د يو بل خبر له مخې د خوست د مرکز په متون سيمه کې د يوه خوړه پر سر يو لوی پُل جوړېږي. د خوست د فوايد عامې رئيس انجينر مامورشاه د دې پله د بنسټ ډبرې د ايښودو پر مهال اشنا راډيو ته وويل چې دغه پُل د نړيوال بانک له لوري د څه باندې پنځه سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړېږي.

د سيمې اوسېدونکي هم اوسمهال د سيلابونو د روتلو پر مهال ستونزې ګالي خو وايي چې د دغه پله تر جوړېدو وروسته به هر وخت ښار ته تګ راتګ وکړای شي.
دغه پل شپیته متره اوږدوالی او اته متره سور لري چې د يوه کال په موده کې به يې د جوړېدو کار بشپړ شي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې څو ورځې مخکې هم د خوست د مرکز د لکڼو په سيمه کې د يوه پله د جوړېدو کار پيل شو. یادشوی پُل هم د نړيوال بانک له لوري د څه باندې يو ميليون امريکايي ډالرو په لګښت جوړېږي.
ابراهیم رحیمي- خوست
XS
SM
MD
LG