د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیکا کې خونړۍ حمله شوې


پکتیکا کې خونړۍ حمله شوې

پکتیکا کې خونړۍ حمله شوې

د پکتیکا په ولایت کې یو ځانمرګي بم چوونکي د بیا رغوونې پر یوې کمپنۍ باندې حمله کړیده، لږ تر لږه ١٣ کسه یې د ځان سره وژلي او ٥٠ کسه نور یې زخمي کړیدي.

مقاماتو وویل، دا حمله پرون ناوخته د پکتیکا د برمل په ولسوالۍ کې هغه وخت وشوه چې ځان وژونکي د چاودونکو موادو ډکه لارۍ وچوله.

د پکتیکا د ولایت نطاق وویل چې په چاودنې کې ملکي کارگران ووژل شول.

هیڅ ډلې ددې چاودنې مسولیت په غاړه ندی اخستی.

پرون په کنړ کې، مامورینو وویل طالبانو ٥٠ تنه تښتولي چې د پولیسو مامورین هم په کې دي.

د امنیې قومندان خلیل الله َضیایي، وویل دغه مامورین د څلورو موټرو په هغه کاروان کې وو، چې د چپې درې په ولسوالې کې روان و. ده وویل کومو کسانو چې دغه پنځوس تنه یې تښتولي دي، وسله یې نه درلوده.

د سیمې سپین ږیري او مشران ددغو کسانو د خوشې کولو هڅې کوي.

مخکې طالبانو د پولیسو نیول شوي مامورین په دې شرط خوشې کړیدي چې په حکومت کې د کار نه کولو ژمنه یې ورکړې وه.

XS
SM
MD
LG