د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیکا کې ځانمرګه د پولیسو پر پوسته برید کړی


پکتیکا کې ځانمرګه د پولیسو پر پوسته برید کړی

پکتیکا کې ځانمرګه د پولیسو پر پوسته برید کړی

افغان پولیس وايي چې یوه ځانمرګه برید کونکي د افغانستان په ختیځ کې د پولیسو د یوه مرکز دباندي برید کړی دی دوه تنه پولیسان یې وژلي دي او دوه ملکیان یې ټپیان کړي دي.

دغه برید د پکتیکا ولایت د یحی خیلو په ولسوالۍ کې چې د پاکستان سره پولې ته نږدې ده، شوی دی.

د یوه بل خبر د مخې د افغانستان جمهور ریْس حامد کرزي یوه ډله په دندې ګمارلې ده چې د پخوانی جمهور ریْس برهان الدین د مړینې په هکله تحقیقات وکړي.

ښاغلي رباني د افغانستان د سولې د عالي شورا مشر و او هڅه یې کوله چې د طالبانو سره لس کلنې جګړې ته یو سیاسي حل لاره پیدا کړي. هغه تیره اونۍ په خپل کور کې د یوه ځانمرګه برید کونکي له خوا نه ووژل شو.

XS
SM
MD
LG