د لاس رسي وړ اتصالات

اتلس کلنه فوزیه یو له هغو زندانیانو ده چې له شاوخوا یو کال څخه راپدې خوا د خپل قید موده د خلیل ځدارڼ په نوم د یو قومي مشر په کور کې تیروي.

فوزیه چې اصلي نوم یې بل دی، له کور څخه د تېښتې او زنا په تور د یوې ځایي محکمې لخوا په اتلس میاشتو بند محکومه شوې ده. هغه د ټولنیزو ستونزو او نورو ویرو له کبله خپل اصلي نوم نشي یادولی.

فوزیه وایې: "خداې داسې څوک نه کړي لکه زه چې پر ما باندې دغه ظلم یا کېسه کیدله. له مشرانو او دولت څخه زما هیله داده چې ښځو ته د اوسیدو ځای جوړ کړي."

پکتیکا د افغانستان په جنوب کې پروت له بې وزلو او محافظه کاره ولایتونو څخه شمیرل کيږي. دلته ډیری ښځینه محکومینې له رسمي عدالت څخه بهر، د غیررسمي او دودیزو جرګو له لارې د سیمه ایزو شوراګانو او قومي مشرانو لخوا مجازات کیږي.

د ښځو د اساسي حقونو یقیني کول په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې له مهمو موخو څخه و، هغه هېواد کې چې طالبانو یو وخت د ښځو او انجونو زده کړو ته اجازه نه ورکوله.

د مشرانو "مال"

د بشر حقونو د څار ډلې د ۲۰۱۴ کال په یو راپور کې لیکل شوي چې پر اخلافي جرایمو له محکومو ښځو څخه پنځه نوي فیصده یې انجونې او پنځوس فیصده یې ښځې دي.

د افغانستان د زندانونو چارو د رئیس حلیم کوهستاني په وینا، افغانستان کې شاوخوا ۸۵۰ تنه ښځېنه زندانیانې د قتل، قاچاقو او اخلاقي جرایمو په تور په رسمي محبسونو کې ساتل کیږي. پدې کسانو کې هغه ښځې ندي شاملې چې په غیر رسمي توقیف ځایونو کې ساتل کیږي.

ښاغلی کوهستانی وایې: "کیدای شي چې د هېواد په کچه زرګونه نورې ښځې وي چې د منظم زندان په نشتون کې په غیررسمي ځایونو کې ساتل کیږي."

ټولې هغې ښځې چې غیررسمي ځایونو کې ساتل کیږي ښایې له ناوړه چلند ونه ځوریږي خو هغوي حقوقي خدمتونو ته لاسرسی نه لري او نه يې هم څوک شکایتونو ته غوږ نیسي.

که څه هم چې فوزیه د یوې رسمې محکمې لخوا په حبس محکومه شوې خو هغه له ۲۰۱۵ کال راپدې خوا د قومي مشر په یوه کلا کې ژوند کوي او هلته د خدمتګارې په توګه شبې سبا کوي.

هغې پدې اړه چې آیا جنسي ځورول شوې، څه یاد نه کړل. خو دا یې څرګنده کړه چې یواځې ده او له خپلې کورنۍ سره یې اړیکه نشته.

د ښه چلند لپاره ضمانت

د پکتیکا ولایت د ښځو چارو رئیسه، بی بي هوا خوشیوال وایې چې ښځینه محکومینې د قومي مشرانو له کورونو سربیره د ښځینه پولیسو په کورنو کې هم ساتل کیږي.

میرمن خوشیوال وایې: "موږ منو چې دا قانوني کار ندی، خو موږ له قومي مشرانو ضمانت خط اخلو چې له هغو سره ښه چلند وکړي."

د پکتیکا د ښځو چارو ریاست د شمیرو له مخې تیر کال د ښځو اړوند ۱۶ قضیې محکمې ته وړاندې شوې په داسې حال کې چې لسګونه نورې قضیې بیا د قومي مشرانو له خوا اوارې شوې دي.

قومي مشر، خلیل ځدراڼ پدې کې چې فوزیه د زندان په ځای د هغه په کور کې شپې سبا کوي، څه ستونزه نه ویني. د نوموړي په وینا دویمه میرمن یې پخوا ورسره محبوسه وه.

ځدراڼ وویل: " یوه ښځه له یو کلي او کور څخه راشي، بیا موږ ته والي صاحب یا قوماندان صاحب زنګ وهي،"

ځدراڼ د ولایتي مسؤلینو غوښتنې ته په اشارې زیاته کړه: "ښځې مو په ښه امن کې ساتلې دي او که خدای کړو اوس یې هم ساتلی شم."

XS
SM
MD
LG