د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ : د میرمن غني څرګندونې ناسمې خپرې شويدي


د جمهورریس غني میرمن رولا غني(ارشیف)

د جمهورریس غني میرمن رولا غني(ارشیف)

د افغانستان جمهوري ریاست په یو بیان کې د جمهورریس غني د میرمنې رولا غني هغه څرګندونو ته عکس العمل ښودلی چې میرمن غني یوه بهرني خبري اژانس سره په مرکه کې په فرانسه کې د ښځو د نقاب په اغوستلو د لګیدلي بندیز نه د ملاتړ په باب کړې وي.

د ارګ نه خپور شوی بیان وایي چې د افغانستان د لومړۍ میرمنې څرګندونې د مرکې له اصلي متن سره چې په فرانسوي ژبه و، په بشپړه توګه په ټکر کې خپور شوی دی.

د ارګ دا بیان میرمن رولا غني د بي بي ګلې په نامه یاده کړې او د هغې د مرکې هغه برخه یې هم رااخیستې ده چې په کې د میرمن غني له خولې ویل شوي چې نوموړې «د افغانستان د اساسي قانون د احکامو او مفاهیمو سره په مطابقت کې د دغه هیواد د میرمنو له ټولو حقونو ملاتړ کوي او د دغو حقونو د لاسته راوړلو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.»

د ارګ بیان وایي چې په دغه مرکه کې د لومړۍ میرمنې «اصلي هدف دا وو، کله چې نوموړې ۴۰ کاله مخکې په فرانسه کې زده کړې کولې، ګڼ شمیر ښځو ټيکري په سر کول او هیچا ورسره ستونزه نه لرله.»

د فرانس پریس اژانس د روان کال د اکتوبر په یو دیرشمه ورځ د نقاب د اغوستلو په هکله د افغانستان د جمهورریس د میرمنۍ سره یوه مرکه خپره کړې وه چې په کې د بي بي ګلې له خولې د نقاب د اغوستلو د منع کولو نه ملاتړ شوی وو.

د فرانس پریس اژانس د میرمن بي بي ګل له قوله لیکلي وو:

"د نقاب او چادرۍ په اړه، چې د ښځو د آزاد خوځښت او ليد مخنيوی کوي، ددې لپاره چې نقاب لږ څه ړندوونکی غوندې دی، د فرانسې د قانون سره بشپړه موافقه يم".

رولا غني چې په خټه لبنانۍ ده، میړه یې د بي بي ګل نوم ورته ورکړی دی.

د فرانس پریس اژانس سره د مرکې د مخه هم میرمن غني د ځینو نورو افغان او بهرنیو رسنیو سره د افغان میرمنو د ژوند د ښه کیدلو لپاره په خپلو پروګرامونو خبرې کړې دي.

میرمن غني لومړنۍ بهرنۍ میرمن ده، چې د ولسمشر د میرمنې په توګه، د افغانستان د سیاسي مسلو سره لیوالتیا لري او په څرګنده یې ویلي چې د خپل میړه د کار په موده کې به د افغان ښځو د ژوند د ښه کیدلو لپاره یو لړ پروګرامونه پر مخ بوځي.

تر اوسه د فرانس پریس خبرې اژانس د ارګ اعلامیې ته غبرګون نه دی ښودلی.

دغه خبري اژانس د نقاب په باب د افغانستان د جمهورریس میرمنې ته دا څرګندونې په داسې حال کې نسبت ورکړی چې د کابل په ګډون د افغانستان په اکثرو سیمو کې لا اوس هم افغان میرمنې چادرۍ په سر کوي او حجاب کوي.

د افغانستان د جمهوري ریاست له خوا د نقاب په باب د جمهورمیرمنې د څرګندونو په هکله دا وضاخت وروسته له هغه شوی چې د افغانستان په ټولنیزو رسنیو کې د لومړۍ میرمنې، بي بي ګلې په دغو څرګندونو ډیر تاوده بخثونه پیل شويدي.

دا بحثونه تر ډیره بریده د هغو ډلو او اشخاصو له خوا پیل شوي چې په دیموکراتیکو ټولنو کې د ښځو د حقوقو سره مخالفت لري او د ښځو د حقوقو په برخه کې اسلامي ارزښتونو ته ځانونه پابند ګڼي.

XS
SM
MD
LG