د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ: مخالفو وسله والو سره د مرستو د کمیدو له هڅو ملاتړ کوو


افغان حکومت پر پاکستان باندې د طالبانو او نورو ترویستي ډلو څخه د ملاتړ تورلګوي
افغان حکومت پر پاکستان باندې د طالبانو او نورو ترویستي ډلو څخه د ملاتړ تورلګوي

افغان حکومت وایي د ټولو هغو هلو ځلو چې د مخالفو وسله والو ډلو سره د هیوادونو د مالي او معنوي مرستو کمیدو سبب شي ملاتړ کوي.

د افغانستان جمهوري ریاست، د افغان حکومت او پاکستان ترمنځ د اړیکو د ښه کیدو لپاره په کابل او اسلام اباد کې د برتانیې د سفیرانو هڅو هرکلی کړی او وایي، چې افغان حکومت د ټولو هغو هڅو څخه چې د افغان حکومت مخالفو وسله والو ډلو سره د هیوادونو د مالي او معنوي مرستود کمیدو سبب شي ملاتړ کوي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې په کابل او اسلام اباد کې د برتانیې د سفیرانو هلې ځلې د سولې په برخه کې د افغانستان د اهدافو سره سمې وبللي او ویې ویل چې افغان حکومت له دغسې هڅو ملاتړ کوي.

ښاغلي مرتضوي وویل " د برتانیا په ګډون افغانستان نړیوال شریکباڼي افغان دولت سره زمونږ د اهدافو په برخه کې چې د سولې ټینګیدل او د جګړې پای ته رسیدل دي همکاري کوي د برتانیا هڅې هم په همدې لار کې دي، ترڅو د هغو زړو او تاریخې اړیکو له لارې چې پاکستان سره یې شته دا هیواد په افغانستان کې د سولې ټینګیدلو په برخه کې همکارۍ ته چمتو کړي، ترڅو داسې لارې ولټوو چې طالبانو څخه چې کوم مالي او معنوي ملاټړ کیږي هم بند شي".

په افغانستان کې د بریتانیا سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې په کابل کې د برتانیې سفیر ډامنیک جرمي روانه اونۍ اسلام اباد ته سفر کړی وو.

له دې دمخه په پاکستان کې د بریتانیا سفیر او عالي کمیشنر توماس دریو، افغانستان تهپه سفر راغلی وو.

د بریتانیا د سفارت اعلامیه وایي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ښه اړیکې د دواړو هیوادونو امنیت، راتلونکې پرمختیا او د ستونزو د حل لپاره اساسي اړیتا ده.

د افغانستان د اجرائیه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي هم تیره ورځ خبریالانو سره په دې مسله د خبرو پروخت که څه هم پاکستان د افغان حکومت د وسله والو مخالفانو څخه په ملاتړ تورن کړ، خو ویې ویل چې برتانیا د افغانستان او پاکستان د نږدې کیدو لپاره یو لړ هڅې پیل کړي چې لا هم روانې دي.

ښاغلي رحیمي وویل " په اجرائیه ریاست کې تل زمونږ باور دا وو، دې ته په پاملرنې چې تروریستان په پاکستان کې دي او پاکستان له تروریزم څخه د بهرني سیاست د یوې وسیلې په توګه دفاع کوي، په افغانستان کې چې کوم بریدونه ترسره شوي پلټنې ښيي چې په پاکستان کې پلان شوي وو، د دې سره سره زه په دې باور یم چې د خبرو او ډیپلوماسۍ لپاره درازې پرانیستي دي".

پاکستان د افغان حکومت د چارواکو دغو تازه څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو پاکستاني چارواکو تل د افغانستان په چارو کې په اسلام اباد لګیدلي تورونه په کلکه رد کړي او ویلي دي چې په افغانستان کې سوله او ثبات د دغه هیواد په ګټه هم دی.

د پاکستان د رسنیو د رپوټونو له مخې ټاکل شوې چې د دغه هیواد د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه په نږدې راتلوونکي کې افغانستان ته سفر وکړي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، چې که هم افغانستان ته د جنرال باجوه د سفر مسله جمهوررئیس محمد اشرف غني سره د جنرال باجوه په ټیلیفوني خبرو کې یاده شوې، خو تراوسه لا د دغه سفر نیټه نه ده ټاکل شوې.

XS
SM
MD
LG