د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري نن سې شنبې، د فلسطینیانو مشر مرکچي صائب عریقات سره د ملگرو ملتونو امنیت شورا ته د هغې طرحې له وړاندې کولو نه مخکې گوري.

په دغې طرحې کې د فلسطین د خاورې نه د اسرایل د وتلو لپاره مهلت ټاکي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري په لندن کې د فلسطيني مشر مرکچي سره د خبرو اترو مخکې په ایټالیا کې د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو او په فرانسې کې د فرانسې، بریټانې او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو سره خبرې اترې وکړې.

ټاکل شوې ده چې ښاغلی کېري نن سې شنبې یوه ورځ مخکې تر هغه چې فلسطیني ډیپلوماتانو ویلي چې خپل وړاندیز به د امنیت شورا ته ولیږي، د عربي اتحادیې مشر نبیل العربي سره ملاقات وکړي.

ښاغلي نتنیاهو، ښاغلي کېري سره په ملاقات کې وویل"ما په خبرو کې وویل چې د فلسطینانو او ځینې اروپايي هیوادونو هڅه چې په اسرایلو باندې شرطونه تحمیل کړ ي، وضعیت به ېوازې نور هم بدتر کړي او اسراییل به د خطر سره مخامخ کړي، له همدې امله به موږ له دغه وړاندیز سره کلک مخالفت وکړو."

دا وړاندیز د اردن له خوا جوړ شوی او خپور شوی چې په کي اسرایلي اشغال ختمیدو لپاره دوه کاله مهلت ورکوي.

یو بل وړاندیز باندې فرانسه، بریټانیه او جرمني بحث کوي چې هغه به ېوازې د سولې د مذاکرو د پرېکړه لیک لپاره مهلت ټاکي.

تر دې مخکې پرون په داسې حال کې چې امریکا او اسرایل د ملگرو ملتونو د پرېکړه لیک د مسودې په برخه کې په خپلو غبرگونونو غور کاوه، ښاغلي نتنیاهو د ښاغلي کېري سره وکتل.

"مونږ د ایران، سوریې، د اسلامي دولت ډلې سره د جگړې په شمول په ځینو مسلو باندې خبرې وکړې. معلومداره ده چې موږ د اسراییلو- فلسطینانو پر مسلې باندې هم اوږ بحث وکړ. زه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هڅې ستایمه چې په سیمه کې ېې د وضعیت د خرابیدو مخنېوی وکړ."

د دې تر څنگ ښاغلي نتنیاهو په استرالیا کې د یرغمل نیونې د پیښې په اړه د غمشریکۍ د څرگندونې په ترڅ کې داسې وویل "نړیواله اسلامي ترهگري سرحد نه پیژني او له همدې مبارزه هم باید ورسره نړیواله وي."

په همدې ترڅ کې د منځني ختیځ لپاره د ملگرو ملتونو جگپوړي استازي روبرت سیري د دوشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې د امنیت شورا پریکړه لیک چې د اسرایل او فلسطین ترمنځ کړکیچ ته رسیدگي کوي، نه شي کولای د دواړو خواو ترمنځ د سولې د خبرو اترو لپاره یو بدیل وي

XS
SM
MD
LG