د لاس رسي وړ اتصالات

د فلسطیني هنرمند د خوشې کولو پراخ کمپاین پیل شو


اسرایل باور لري چې ابوسخا د فلسطینیانو د ازادۍ د یوه غورځنګ غړی دی، اسرایل دغه غورځنګ یو ترهګریز سازمان بولي.
اسرایل باور لري چې ابوسخا د فلسطینیانو د ازادۍ د یوه غورځنګ غړی دی، اسرایل دغه غورځنګ یو ترهګریز سازمان بولي.

د بخښنې نړیوال سازمان او د فلسطین فرهنګي بنسټونو په اسرایلو کې د ۲۳ کلن فلسطیني د خوشې کېدو کمپاین پیل کړ. محمد ابو سخا د سرکس لوبغاړی او ښوونکی دی چې درې میاشتې مخکې اسرایلي سرتېرو ونیوه او بندي یې کړ.

هغه د ډسمبر په ۱۴ په اشغال شوې لویدیځې غاړې کې ونیول شو او تر دې دمه له کومې محکمې پرته په توقیف کې ساتل کیږي.

اسرایل باور لري چې ابوسخا د فلسطینیانو د ازادۍ د یوه غورځنګ غړی دی، اسرایل دغه غورځنګ یو ترهګریز سازمان بولي.

د فلسطین د هنر شبکه وايي چې د ابوسخا په نیول کېدو " ډېره خواشیني " ده، هغه د ۲۰۰۸ کال راهیسې د دغې شبکې غړی او په سرکسونو کې به یې نندارې وړاندې کولې چې بیا وروسته د سرکس ښوونکی شو.

د اسوشیټټ پرس خبري اژانس د راپور په اساس دغه شبکه وايي دوی غواړي د نوي کمپاین له لارې " د اسرایلو د ناقانونه نیونو په اړه خلک خبر کړي او پر اسرایلو فشار راوړي چې ابو سخا پریږدي."

د اسرایلو پوځ تراوسه د ابو سخا د نیول کېدو په اړه کومه تبصره نه ده کړې.

د بخښنې نړیوال سازمان پر اسرایلو د فشار راوړلو غږ کړی دی، ټاکل شوې چې ابوسخا د مارچ په ۲۱ نېټه په یوې پوځي محکمې محاکمه شي.

د هغه مور یو وارې د اسرایلو په جنوب کې د میګېدو په زندان کې د خپل زوی لیدلو ته ورغلې وه، هغه وايي چې زوی یې په زندان کې هم خپلو بندي ملګرو ته تفریحي زمینې برابرې کړې او د سرکس نندارې یې وړاندې کولې.

د قانون له مخې په اسرایلو کې پوځ کولی شي چې د محکمې له پرېکړې پرته هم یو تورن لږ تر لږه د شپږو میاشتو لپاره په توقیف کې ساتي، خو فلسطیینیانو او د بشري حقونو بېلابېلو ډلو د اسرایلو پر دغه قانون کلکې نیوکې کړي دي.

دا مهال په اسرایلو کې څه باندې ۷۰۰۰ فلسطینیان بندیان دي چې شاوخوا ۱۰ فیصده یې د همدغه قانون له مخې بندیان کړل شوي دي.

XS
SM
MD
LG