د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ته د عباس راتګ؛ د فلسطین او اسرائیلو د سولې پېچلې معادله


د فلسطین جمهور رئیس محمود عباس د چهارشنبې په ورځ [مي ۳] د لومړي ځل لپاره په سېپنه ماڼۍ کې د امریکا له جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سره ویني.

ددغې لیدنې په درشل کې ځیني پدې باور دي چې د اسرائیلو او فلسطین ترمنځ د دوامدارې روغې جوړې لپاره له روانو کوښښونو څخه زیاته تمه نشی کیدلی.

جمهور رئیس ټرمپ تیره اونۍ وویل چې هغه "هیڅ دلیل" نه لري چې له مخې یې د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ سوله ونشي.

خو د فلسطین جمهور رئیس محمود عباس پدې وروستیو کې امیدواري ښودلې چې د جمهور رئیس ټرمپ په زیار "تاریخي" سولې ته رسیدل ممکن دي.

محمود عباس له وړاندې واشنګټن ته د خپل سفر په باب خوشبیني ښودلې ده. د فلسطیني چارواکو په وینا ښاغلی عباس به د سولې د پلان په باب د جمهور رئیس ټرمپ خبرې واوري.

یو شمیر څېړونکې بیا وایې چې عباس به لدغې لیدنې څخه په ګټې اخېستنې په کور دننه او بهر خپل دریځ پیاوړی کړي.

یوه امریکايي مقام ویلي چې د عباس او ټرمپ په لیدنې کې به پر هغه وړاندیز هم خبرې وشي چې له مخې یې عباس د هغو وسله والو له کورنیو سره میاشتنۍ مالي مرستې بندې کړي چې د اسرائیلي ځواکونو لخوا وژل شوي دي.

د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو د فلسطین او اسرائیلو د سولې بهیر ته په اشارې فلسطینیان تورن کړل چې د هغو په ټکو "قاتلینو سره مالي مرسته" کوي.

فلسطیني جمهور رئیس په داسې وخت کې له امريکايي چارواکو سره ویني چې روانې اونۍ کې د حماس وسله واله ډله د اسرائیلو پر وړاندې خپل دریځ نړم کړی او د اخوان المسلمين ګوند سره یې خپل پیوستون ختم کړی دی.

اسرائیل نه مني چې ګواکې حماس دې خپله تګلاره بدله کړې وي. د اسرائیلو موقف دادی چې حماس پدغو خبرو سره غواړي نړۍ ته ځان یوه منځلارې ډله وپیژني.

XS
SM
MD
LG