د لاس رسي وړ اتصالات

په لویدیځې غاړې کې محلي ټولټاکنې شوي


آرشیف
آرشیف
فلسطینیان وایي چې نن د لویدیځې غاړې په ټولو برخو کې خلک په محلي ټولټاکنو کې رایې اچوي. په شپږو کلونو کې دا لومړی ځل دی چې فلطسنیان د رایو مرکزونو ته ځي. په دغه سیمه کې څه باندې نیم ملیون خلکو د رای اچولو دپاره نومونه لیکلي دي.

د حماس اسلامي جگړه مارې ډلې چې د غزې غاړه یې ترکنترول لاندې ده، په ټولټاکنو کې برخه نه اخلي.

هیله کیږي چې د فلسطین ولسمشر محمود عباس او د هغه د فتحې غورځنگ، د حماس په غیابت کې د لویدیځې غاړې په 90 ټولنو کې ملاتړ تر لاسه کړي.
XS
SM
MD
LG