د لاس رسي وړ اتصالات

فلسطینیان په ملګرو ملتونو کې د خپل موقف د لوړېدو لمانځنه کوي


فلسطینیانو نن د جمعی په ورځ د اردن د سیند په لویدیځه غاړه اود غزې په تړانگه کې د ملگرو ملتونو د عمومي اسمبلی هغه پریکړه ولمانځله چې فلسطین ته يی د څارونکي هیواد موقف ورکړ.
فلسطینیان په خاصه توگه پدې خوشحاله شول چې د ملگرو ملتونو دعموي اسمبلۍ (١٣٨ ) غړو د پنجشنبې په ورځ په طرفدارۍ رایې ورکړې .دوي وویل، دا د دوی هغې ادعا ته مشروعیت ورکوي چې د فلسطین د دولت لپاره يي کوي او د اسرائیلو سره د سولی په خبرو کې د دوی دریځ قوي کوي.
د اسرائیلو او امریکا په شمول نهو هیوادونو ددغې پریکړې مخالفت وکړ . د بریتانیی او المان په شمول (۴١ ) هیوادونو په رايي گیرۍ کې برخه نه وه اخیستې خو د اروپايي اتحاد گڼ شمیر غړو د دغې پریکړی ملاتړ وکړ.

اسرائیلو دغه پریکړه وغندله. د اسرائیلو صدراعظم بن یامین نیتانیاهو دغه پریکړه بی معنی وبلله په داسې حال کې چې په ملگروملتونو کې د اسرائیلو سفیر (ران پروزر ) وویل دغه نوی موقف به د سولی خبری پرمخ یونسي.
XS
SM
MD
LG