د لاس رسي وړ اتصالات

داعش په پالمیرا کې یو بل لرغونی معبد ونړاوه


پالمیرا د روم د امپراتورۍ یو له مشهورو سوداگریزو بازارونو او او عمده ښارونو له جملې څخه و.
پالمیرا د روم د امپراتورۍ یو له مشهورو سوداگریزو بازارونو او او عمده ښارونو له جملې څخه و.

د اسلامي دولت د ډلې سخت دریځو د یو دوه زره کلن لرغوني معبد ځنې برخې چې د رومیانو په عصر پورې اړه لري، د سوریې د پالمیرا په ښار کې ونړولې.

د سوریې د لرغونو اثارو د ادارې مقامات وایي حکومت نه شي کولای هغه زیان تخمین کړي چې په پالمرا کې د بیل معبد ته اوښتی دی.

د ښار د یو اوسیدونکي په گډون فعالین وایي دغه ٢٠٠٠ کلن لرغونی معبد د یکشنبې په ورځ د اسلامي دولت د ډلې په بمي چاودنو کې تاواني شو.

د سوریې د لرغونو اثارو د ادارې رئیس مامون عبدالکریم وایي چې معبد ته نژدې د چاودنې په اړه کوم تردید نشته خو د هغه په وینا حکومت ته ممکنه نه ده چې د اسلامي دولت د ډلې تر کنترول لاندې پالمرا ښار کې د بیل معبد ته نژدې د سترو چاودنو له امله د رامنځ ته شوي تاوان کچه معلومه کړي.

د اسلامي دولت د ډلې یو غړي د دوشنبې په ورځ د سکایپ له لارې د اسوشیتدپرس اژانس ته وویل چې د بیل معبد نړیدلی دی خو نور جزیات یې څرگند نه کړل.

هغه د نوم د نه څرگندولو په شرط خبرې کولې ځکه د اسلامي دولت د ډلې غړي د خبریالانو سره د خبرو کولو اجازه نه لري.

سخت دریځو تیره اونۍ په همدې سیمه کې د بالشمین معبد وران کړ چې څو ورځې وروسته یې د ویجاړولو انځورنه خپاره شول.

د سوریې د تاریخي ابدااتو یو مخکني مقام عمر العظم چې د اوهایو د پوهنتون استاد دی په دې باور دی چې ښایي د زیات شمیر چاودیدونکو توکو څخه استفاده شوې وي او د هغه په اند څرگنده ده چې د معبد ویجاړۍ پراخې دي.

ښاغلي عظم وایي دا یو ویجاړونکی عمل دی چې د داعش د ډلې د ورانوونکو اعمالو قوت څرگندوي چې نړیواله ټولنه د هغوی د مخنیوي توان هم نه لري.

د بل معبد چې د میلاد څخه ٣٢ وروسته جوړ شوی د نژدې ختیځ او د یونان او رون د لرغوني مهندسۍ یو ترکیب په ډاگه کوي چې د میلاد د لومړۍ پیړۍ د مهمو مذهبي ودانیو څخه دی.

پالمیرا د روم د امپراتورۍ یو له مشهورو سوداگریزو بازارونو او او عمده ښارونو له جملې څخه و چې د رومیانو امپراتوري یې د هند، چین او فارس سره نښلوله. ددغه پیوستون نښې ددې ښار په لرغونې مهندسۍ او هنري اثارو کې څرگندې دي.

XS
SM
MD
LG