د لاس رسي وړ اتصالات

د تریخي (کیسۀ صفرأ) حیاتي ارزښت


میر علي سادات د امریکا غږ آشنا تلویزیون سره د مرکې په ترڅ کې د تریخي یا کیسۀ صفرا په اړه مهم معلومات ورکړل. د صفرا کڅوړه چې ورته په عامه اصطلاح تریخی وایي، د بدن له مهمو غړو څخه ده خو حیاتي نه ده. اصلي وظیفه یې دا ده چې هغه صفرا چې په ځگر کې جوړیږی، هلته په کې راغونډیږي، او د اړتیا پر وخت، د شحم یا غوړو د هضم لپاره کولمو ته توییږي. د صفرا د کڅوړې یو اساسي مشکل د تیږو جوړول دي. دا ستونزه زیاتره د څلویښتو نه د زیات عمر لرونکو، او په هغو میرمنو کې لیدل کیږی چې یا یی وزن زیات وي، او یا هم هیڅ فزیکي فعالیت ونه لري.

XS
SM
MD
LG