د لاس رسي وړ اتصالات

د شارلي ایبدو په وژنو تورن د پولیسو په برید کې ووژل شول


د شارلي ایبدو د طنزي مجلې د وژونکې پیښې دوه تورن کسان
د شارلي ایبدو د طنزي مجلې د وژونکې پیښې دوه تورن کسان

د فرانسې د درې ترهگرو له وژل کیدو او د یرغمل نیونې د پیښې له پای ته رسیدو وروسته د فرانسې ولسمشر ولس ته وینا وکړه او د امنیتي ځواکونو څخه د مننې په ترڅ کې یې پر هیوادوالو غږ وکړ چې محتاط او متحد اوسي. د هغه په اند دا د ترهگرۍ، نژادپالنې او د یهودیت ضد افکارو په وړاندې د فرانسې ډیره ښه وسله ده.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما هم په یوه وینا کې وویل چې د امریکا متحده ایالات له فرانسې سره ولاړ دي. هغه فرانسوي قانون قانون نافذونکو ځواکونو ته مبارکې ورکړه چې دغه حالت یې پای ته ورساوه.

پاریس د د پاریس ښارول وویل چې د شارلي ایبدو په طنزیه اونیزې باندې د چارشنبې د ورځې په برید کې په وژنو دواړه تورن د پولیسو په ډزو ووژل شول. د پاریس د یرغمل نیونې پر دواړو موقیتونو باندې جوخت پولیسو برید وکړ او دپیښې عاملین یې له پښو وغورځول.

په داسې حال کې چې د فرانسې پولیسو او امنیتي ځواکونو د پاریس په ۴٠ کیلومیتري کې د شارلي ایبدو د وژونکې پیښې دوه تورن کسان محاصره کړي وو، د پاریس په ختیځ کې په یو بل وسله وال برید کې یو شمیر کسان په یو یهودي مارکیټ کې یرغمل ونیول شول او د رپوټونو له مخې له پولیسو یې غوښتي وو د شارلي ایبدو د پیښې د متهمینو له تعقیب څخه لاس واخلي.

د فرانسې امنیتي قواوو د هغو دوو کسانو سره تماس نیولی و چې د پاریس د شارلي ایبدو د طنزي مجلې په وژونکې پیښه تورن وو او د پاریس ښار په یو گډام کې یې کمین نیولی و.

د رپوټونو له مخې دغه دوه وروڼه چې شریف او سعید کاوشي نومیدل، پولیسو ته ویلي ووچې دوی مرگ لپاره چمتو دي.

د پاریس د شارلي ایبدو له پیښې څخه دوه ورځې وروسته د پاریس د شمال په څلویښت کیلومیترۍ کې په یو صنعتي سیمه کې زیات شمیر پولیس ځای پر ځای شول، چیرته چې دوو مشکوکو ترهگرو په یو گودام کې کمین نیولی و.

په داسې حال کې چې د دې سیمې لارې کوڅې د پولیسو په وسایطو ډکې وې له هوا څخه هم هلی کوپترو څار کاوه او پولیسو د سیمې له اوسیدونکو غوښتي وو چې له خپلو کورونو څخه را ونه وځي.

دا سیمه د شاردگول نړیوال هوایي ډگر ته نژدې پرته ده.

د فرانسې ولسمشر، صدراعظم، د کورنیو چارو وزیر او د پولیسو چارواکو څو ځلې بېړنۍ غونډې وکړې او د یوې ورروستۍ غونډې وروسته امنیتي ځواکونو پر تورو ترهگرو برید وکړ.

څه دپاسه ٨٨ زره پولیس او امنیتي قواوی د کواشي وروڼو د لټونې په عملیاتو کې برخه اخیستې وه.

له بلې خوا یمني مقاماتو ویلي چې سعید کواشي د ٢٠١٢ کال پورې په یمن کې و او د هغه هیواد په جنوب کې یې د القاعده شبکې د یوې څانگې سره چې په شبعه جزیزه کې القاعده نومیږي، یو ځای جگړه کوله.

بل ورور شریف کواشي چې ٣٢ کلن و په ٢٠٠٨ کال کې د ترهگرۍ او د یوې ډلې سره د اړیکې په تور چې په عراق کې یې د امریکایي سرتیرو پر ضد جگړې لپاره جهادیان لیږل، محکوم شوی و.

XS
SM
MD
LG