د لاس رسي وړ اتصالات

د پاریس پولیسو عملیاتو کې دوه مشکوک ترهګر ووژل شول


پولیسو د چهارشنبې په شپه د فرانسې د سن دوني په سیمې کې پر یوې ودانۍ چاپه ووهله.
پولیسو د چهارشنبې په شپه د فرانسې د سن دوني په سیمې کې پر یوې ودانۍ چاپه ووهله.

د فرانسې پولیسو د چهارشنبې په ورځ پر یوې ودانۍ چاپه واچوله چې په ترڅ کې يې دوه مشکوک ترهګر وژل شوي او اووه نور يې ژوندي نیولي دي.

چارواکي وايي په وژل شویو کې یوه ښځه ده چې په ځان پورې يې چاودېدونکي توکي تړلي وو او ځان يې وواژه.

عیني شاهدان وايي د چاودنو او ډزو اوازونو له خوبه پاڅول.

عیني شاهدان وايي چاودنو او د ډزو غږونو له خوبه پاڅول.
عیني شاهدان وايي چاودنو او د ډزو غږونو له خوبه پاڅول.

پولیس وايي د دغو عملیاتو هدف د پاریس د بریدونو یو طراح عبدالحمید اباعود و چې لا روښانه نه ده چې وژل شوي، ژوندی نیول شوی او که له سیمې تښتېدلی دی.

دی په اصلي کې د مراکش دی خو په بلجیم کې اوسېده.

ویل شوي نه دي چې په دغو عملیاتو کې د فرانسې څومره امنیتي ځواکونو برخه اخیستې وه.
ویل شوي نه دي چې په دغو عملیاتو کې د فرانسې څومره امنیتي ځواکونو برخه اخیستې وه.

د فرانسې د حکومت یو ویاند اعلان وکړ چې د سن دوني په سیمې کې پر يوې ودانۍ عملیات خلاص شوي دي، دغه عملیات شاوخوا اووه ساعته وو.

په دغو عملیاتو کې د فرانسې اووه پولیس هم ژوبل شوي دي او د فرانسې د پولیسو یو تعلیمي سپی هم وژل شوی دی.

د پاریس پولیس وايي له بریدونو وروسته یې تراوسه ۱۶ مشکوک کسان او اووه وسلې هم نیولي دي.

عملیات د چهارشنبې په شپه د فرانسې د سن دوني په سیمې کې پر یوې ودانۍ شوي دي.
عملیات د چهارشنبې په شپه د فرانسې د سن دوني په سیمې کې پر یوې ودانۍ شوي دي.

د فرانسې او بلجیم پولیسو د یو بل مشکوک کس صالح عبدي سلام د نیولو نړیوال خبرداری هم خپور کړی دی؛ باور دی چې د هغه ورور د پاریس په بریدونو کې ښکیل و او وژل شوی دی. د هغه یو بل ورور محمد له بریدونو سملاسي وروسته په فرانسې کې ونیول شو.

د فرانسې پولیس وايي د پاریس د جمعې د شپې د بریدونو د نورو مشکوکو طراحانو لټون هم کوي.

په دغو بریدونو کې ۱۲۹ تنه ووژل شول او تر ۳۰۰ زیات نور ژوبل شول، د دغو بریدونو مسولیت د داعش ډلې اخیستی دی.

د چهارشنبې د شپې په عملیاتو کې د فرانسې شاوخوا اووه پولیس ژوبل شوي او دهغوی یو تعلیمي سپی وژل شوی دی.
د چهارشنبې د شپې په عملیاتو کې د فرانسې شاوخوا اووه پولیس ژوبل شوي او دهغوی یو تعلیمي سپی وژل شوی دی.

د پاریس په بریدونو کې اووه بریدکوونکي شامل وو، چې درې يې د فرانسې ملي لوبغالي ته نژدې، درې نور يې د باتاکلان د کانسرت په تالار کې او یو بل يې یو رستورانت ته نژدې ووژل شول.

د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند په خپل هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

XS
SM
MD
LG