د لاس رسي وړ اتصالات

د فرانسې ښاروالي د لومړي ځل دپاره یوې میرمني وګټله


د لومړي ځل دپاره به د پاریس ښارواله یوه میرمن وي خو د هغې واکمن سوسیالیست ګوند د فرانسې د سیمه ایزو ټولټاکنو په دویم پړاو کي د سیالو ګوندونو له خوا ضربې وګاللې.

هسپانیوي الاصله ان هېدالګو د محافظه کاره ګوند کاندید ته ماتې ورکړه او د فرانسې د پلازمېنې تر ټولو لوړه وظیفه یې ترلاسه کړه.

میرمن هېدالګو د دې نه وړاندي د ښاروال د مرستیالي په توګه کار کړی و. د هغې انتخاباتي ژمنې دا وې چي نوي کورونه به جوړوي او د پاریس خلګو ته به روغتیايي خدماته لازیات ارزانه کوي.


زیات شمیر سیاسي ناظرین د پاریس د ښاروالۍ مقام ددغه هېواد د ولسمشرۍ مقام ته د نږدې کېدو دپاره یو مهم ګام ګڼي.


خو د میرمن هېدالګو سوسیالیست ګوند د فرانسې په نورو ښارونو او ښارګوټو کي د رایو په ترلاسه کولو کي تکړه ونه برېښېدی او د ملي جبهې ګوند ته یې په انتخاباتو کي چي د اروپايي اتحاد او مهاجرت ضد ګوند دی، ښارونه وبایلل.

دغو انتخاباتو ته د اوسني ولسمشر فرانسوا هولانډې پرضد د ریفوریندم په سترګه کتل کېږي ځکه رای ورکونکي د فرانسې د خراب اقتصاد او د لوړې کچې بې کارۍ له وجې په غوصه دي.
XS
SM
MD
LG