د لاس رسي وړ اتصالات

په پاریس کې د منځني ختیځ د سولې لپاره غونده وشوه


په غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم برخه اخیستې ده

په غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم برخه اخیستې ده

د جمعې په ورځ په پاریس کې د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د سولې د خبرو د بیرته پیلیدو پخاطر غونډه جوړه شوې.

په دغه غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر علاوه د اورپايي او عربي هیوادونو یو شمیر جګپوړو چارواکو برخه اخیستې ده.

د جمعې په سهار دیپلوماتان پاریس ته ورسیدل چې په هغه غونډې کې ګډون وکړي چې هدف یې د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د سولې د په ټپه ولاړو خبرو بیرته پيلول دي.

د غونډه په پیل کې د فرانسې جمهور رئيس په اسرائیلو او فلسطینیانو غږ وکړ چې «د سولې د راوستلو پخاطر دې جرات وکړي.»

«دا مهمه ده چې د دغه هڅو لپاره ګډ کار وکړو. دغه هڅې یو هدف لري، او هغه هم په منځني ختیځ کې د سولې راوستل دي. دغه هڅې مهمې دي او هر څوک پرې پوهیږي، دا یو ضرورت دی.»

هولانډ وویل چې نړیوال باید چې د سولې د پروسې د تسهیل لپاره مهم نقش ولوبوي، خو بیا هم دا [په شخړه کې] په دواړو خواوو اړه لري چې کار وکړي او خپل اختلافات حل کړي.

په عین وخت کې، په بیت المقدس کې خلګو، د یوه سروي له مخې، محتاطانه خوشبینې ښودلې ده.

د بیت المقدس یوه اوسیدونکي وویل: «زه نه پوهیږم چې د دغه غونډې نه به څه ترلاسه شي. . .، دوی باید چې نتیجې ته سره ورسیږي، خو زه شک لرم چې څه به عملي شي.»

د بیت المقدس یو بل اوسیونکي وویل: «زه هیله من نه یم او زه فکر نه کوم چې غونډه دې نتیجه ورکړي. هیڅ اړخ نه غواړي چې د خپل موقف نه تیر شي.»

امریکا د فرانسې د دغه هڅې، چې غونډه یې راغوښتې ده، دومره تود هرکلی نه دی کړی.

جان کېري دا ومنله چې غونډې ته به ولاړ شي او د فرانسې او نورو هیوادونو وړاندیزونه به واوري. خو بیا هم امریکايي چارواکو ټینګار کړی چې سخت ضرورت شته چې د دوو دولتونو د جوړولو د پلان لپاره کار وشي.

د دوو دولتونو د جوړلو د پلان له مخې به د اسرائیلو تر څنګ یو فلسطیني دولت هم جوړ شي.

که څه هم د اسرائیلو او فلسطینیانو استازو په غونډه کې ګډون نه دی کړی خو هیله موجوده ده او هغه د دې لپاره چې د اسرائیلو د دفاع نوی وزیر اویګادور لېبرمن چې یو سرسخته اسرائیلي ملتپال دی ویلي دي چې د دوو دولتونو د جوړولو د نظر ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG