د لاس رسي وړ اتصالات

د پاریس بریدونو کې ۱۲۹ تنه ووژل شول


په فرانسې کې پولیس وایي چې پرون د جمعې په ورځ ناوخته لږ تر لږه ۱۲۹ کسان د پاریس د ښار په شاوخوا کې په ډزو او د بم په چاودنو کې وژل شویدي. د وژل شویو کسانو شمیر ښایي زیات شي.

پولیس وایی وسله والو کسانو ګڼ شمیر کسان په یوه هال کې چې امریکایي سندرغاړو پکې کانسرت درلود، یرغمل کړي و. وسله والو یوازېسل تنه په همدې کانسرت کې وژلي دي. پهکانسرت کې کې زر تنو ګډون درلود . زیاتو کسانو وروسته له هغه چې د کلاشینکوف ډزې یې واوریدې، د هال نه وتښتیدل

د فرانسي جمهور رئیس فرانسوا هولاند د پاریس په ښار کې د څو چاودنو او د ډزو د څو پیښو نه وروسته په ټول هیواد کې بیړنی حالت اعلان کړ او سرحدونه یې وتړل.

پدې تیرو څو لسیزو کې پدغه هیواد کې دا شان خونړي بریدونه نه و شوي.

تر اوسه هیڅ کومې ډلې ندي ویلي چې دا بریدونه یې کړیدي.

د دغو پیښو سربیره په محلي وخت پرون شپه ناوخته هغه لوبغالي ته نږدې دوه چاودنې وشوې چې د فرانسې او جرمني د فوټبال د ملي لوبډلو تر منځ پکې دوستانه لوبه کیدله. د فرانسې جمهور رئیس فرانسوا هولاند هم د چاودنو پر وخت د فوټبال په لوبغالي کې و خو هغه ته کوم زیان ندی اوښتی.

دا پیښې په فرانسې کې پداسې حال کیږي چې دوه اوونۍ وروسته هلته د نړۍ د تودوخي په اړه نړیوال کنفرانس جوړیږي او په همدې خاطر سر د اوسه د تشدد نه د ډکو مظاهرو او یا تروریستي بریدونو د ویرې په خاطرټینګ امنیتی تدابیر نیول شویدي.

دا رستورانت چې پرون پرې برید شوی، د پاریس ښار په هماغې سیمې کې دی، چې د شارلي ابدو د مجلې دفترونه پکې دي.

د امریکا جمهور رئیس براک اوباما په یوې اعلامیې کې د فرانسې د خلکو سره خواخوږي ښودلې او وایي هر څه مو چې په وس وي د فرانسې او نورې نړۍ سره په ګډه هلې ځلې کوو چې تروریستانو د عدالت منګولو ته وسپارو.

په پاریس کې د بریدونو نه څو شیبې وروسته د امریکا جمهور رئیس براک اوباما په یوې تلویزیوني وینا کې وویل " د پاریس په پیښو مې سخت ټکان خوړلی ، مونږ پدې غم کې د فرانسې د خلکو سره یو ځای یو.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون په پاریس کې بریدونه او چاودنې غندلي دي او د یرغمل شویو کسانو د ژر تر ژره خوشې کیدو غوښتنه یې کړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، په پاریس کې د امریکا سفارت د خپلو ټولو امکاناتو نه د امریکایانو د مصؤنیت لپاره کار اخلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر چې په ویانا کې د سوریې د کړکیچ د حل کولو لپاره په نړیوال کنفرانس کې برخه لري، وایي چې د امریکا متحده ایالات د فرانسې د حکومت او ولس د هر ډول مرستې لپاره چمتو دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پاریس کې بریدونه غندلي او هغه یې د تروریستانو وحشیانه او بزدلانه حملې ګڼلي دي.

عیني شاهدان وایي چې د پاریس د باټا کلان په هال کې خاصو پولیسو دوه برید کوونکي وژلي دي او یرغمل شوي کسان خوشې شویدي.

د فرانسې یوه حکومتی چارواکی وایي چې په ملک کې بیړنی حالت اعلان شو او جمهور رئیس فرانسوا هولاند په ترکیې کې د نړۍ د اوو سترو صنعتی هیوادونو یا جې شل د مشرانو په غونډې کې ګډون نکوي.د حکومت دغه چارواکي ویلی دي چې په محلي وخت نن سهار به د هیواد د دفاع شورا عاجله غونډه وکړي.

XS
SM
MD
LG