د لاس رسي وړ اتصالات

په فرانسې کې لا هم د غم ټغر خپور دی


د بریدونو په مختلفو ساحو کې د قربانیانو په باد شمعې بلیږي او ګلان ږدي
د بریدونو په مختلفو ساحو کې د قربانیانو په باد شمعې بلیږي او ګلان ږدي

په پاریس کې د پرله پسې تروریستي بریدونو وروسته، نن یکشنبې دویمه ورځ هم په فرانسه کې ملي ماتم دی. پدې بریدونو کې ١٢٩ کسان ووژل شول، او تر ۳۰۰ زیات خلک زخميان دي چې د سلو تنو روغتیايي وضعیت خراب ښودل شوی.

ګڼ شمیر خلکو په پاریس کې د یکشنبې په ماښام ناوخته د قربانیانو په یاد شمعې بلولې او یوبل یي په غیږ نیول. د پرایس اوسیدونکي وایي دا همدردي یي هروخت درلوده اوغواړي لدې لارې څرګنده کړي چې یو د بل نه، نه جلا کیږي او په ویره او ډار کې نه اوسیږي او یا کوم بی ځایه اقدام نه کوي.

د فرانسې جمهور رېیس فرانسوا اولند وایي دا بریدونه چې مسولیت یی د داعش ډلې اخستې، د خپل هیواد په وړاندې د جګړې اعلان ګڼي او د ترهګرو لخوا د نورو بریدونو د پلان کیدو اندیښنه یی هم څرګنده کړه. خو فرانسویان د راتلونکې لپاره خپله هیله څرګندوي او وایي که غلي کښیني، دا به پدې معنی وي چې ترهګرو وګټله. د پاریس اوسیدونکي پدې باور دي چې ژوند به دوام ولري او د فرانسې جمهوریت به تلپاتی وي او فرانسویان باید ځان ډاډه کړي چې ټولنه يي د مینې اواخوت نه ډکه ده.

د پیښې تحقیق او پلټنې:

فرانسوي پولیسو د یکشنبې په ماښام خبر ورکړ چې د برید په تړاو په موندل شوي یو موټر کې یی دری کلاشینکوفونه موندلي چې د موټرپه سیټونو کې په مهارت پټ کړل شوي وو. او د بلجیم پولیس وایي د پاریس د بریدونو په اړوند په بلجیم کې اوه تنه مشکوک کسان نیول شوي، او دوه تنه چې د برید په وخت وژل شوي، دواړو فرانسوي تابعت درلود خو په بروکسل کې اوسیدل.

د فرانسې امنیتي مسولانو د بریدونو په تړاو ۶ کسان نیولي چې د هغو ترهګرو څخه د یوتن سره یي نژدې ارتباط درلود کوم چې په پاریس کی یي د جمعه په شپه بریدونه وکړل. پولیسو د یکشنبې نومبر په ۱۵ وویل په نیول شوو کسانو کې د عمراسمعیل مصطفوي پلار، ورور، او ښینه شامل دي.

مصطفوي د هغو ۷ بریدکوونکو ځنی و چې د پرله پسې بریدونو په ترڅ کې ووژل شو. یو فرانسوي څارنوال فرانکوز مولینز وویل پولیسو مصطفوي د یو عادي مجرم په توګه پیژندو، خو هیڅکله په پلټنو یا ترهګرو ډلو سره یي تړاو نه و څرګند شوی.

فرانسوي مقامات وایي د یو بریدکوونکې د مړي خوا ته د یو سوري تبع پاسپورت موندنې دا شک رامنځ ته کړې چې کیدی شي دا شخص اروپا ته د هغو مهاجرینو په ډله کې ننوتي اوسي چې د سوریي د کورنۍ جګړې له امله تښتیدلي.

د داعش په وړاندې د نظامي اقدام تیاری:

د پاریس برید داسی وضعیت رامنځ ته کړې چې د داعش د ډلې په وړاندې نظامي اقدام وشي.

د متحده ایالاتو جمهور رېیس بارک أوباما د یکشنبې په ورځ په اناتولیا کې د نړۍ د شلو صنعتي هیوادونو یا جي شل د اقتصادي غونډې په ترڅ کې د خپل ترکيي سیال رجب طیب اردوغان سره په لیدنه کې وویل چې د داعش د له منځه وړلو لپاره به کوششونه دوه برابره کړي. ښاغلي أوباما وویل: موږ د ایتلاف د نورو غړو سره په همغږۍ کې خپلې هڅې دوه برابره کوو ترڅو په سوریه کې د قدرت انتقال په امن کې وشي او د یو قوت په توګه د داعش ډله له منځه یوسو چې کولی شي د پاریس، انقرې او د نړۍ په نورو ساحو کې درد او رنځ رامنځته کړي.

د ملګرو ملتونوعمومی منشي هم د جي شل هیوادونو په غونډه کې د فرانسې خلکو سره خپله خواخوږي وکړه او د پاریس بریدونه یي وحشي وګڼل. ښاغلي بنکي مون وویل هغه کسان چې د دین په نوم د پاریس د بریدونو په شان اعمال ترسره کوي، یوازی خپل دین ته زیان رسوي. هغه وویل تروریزم د ټول بشریت لپاره ګواښ دی.

د فرانسې ګاونډي هیواد بلجیم کې څارنوالۍ وایي یو موټر چې په بلجیم کې کرایه شوی په پاریس کې د باتکلن د کنسرت تالار چې ډیر کسان همدلته مړه شوي، نژدې موندل شوی.

د موندل شوي پاسپورت شخص په اړه چارواکي وایي پاسپورت د هغه سوري کډوال دی چې د اروپا په څو هیوادونو کې یی د پناه اخستو غوښتنه کړې وه او د سوريي نه د زرګونو پناه غوښتونکو په ډله کې فرانسې ته رسیدلی و. د یونان مقاماتو پدې اړه ویلي د پاسپورت لرونکی چې یوازي په مخفف نوم ای/ای پیژندل شوی، د اکتوبر په دریمه د یونان بندري سرحد ته په یوه اویا کسیزه ډله کې رسیدلی و.

  • 16x9 Image

    سید سلیمان آشنا

    سید سلیمان اشنا د تلویزون، رادیو او ډیجټل میډیا په برخه کې دولس کلنه تجربه لري او د ٢٠٠٦ کال راهیسې د امریکا غږ د افغانستان څانگې سره همکار دی.

XS
SM
MD
LG