د لاس رسي وړ اتصالات

وکیلانو، ۱۶ واړه نوماند وزیران تائید کړل


په تیرو دوو اونیو کې نوماند وزیرانو ولسي جرګې ته د خپلو برنامو په اړه معلومات ورکړل.
په تیرو دوو اونیو کې نوماند وزیرانو ولسي جرګې ته د خپلو برنامو په اړه معلومات ورکړل.

ولسي جرګې د شنبې په ورځ شپاړلس نوماند وزیرانو ته، چې شاوخوا دوه اونۍ مخکې د ولسمشر لخوا دغې جرګې ته معرفي شوي وو، د باور رایه ورکړه او هغوی یې تائید کړل.

د وزیرانو نومونه او د رایو څرنګوالی

علي احمد عثماني د ۱۶۸ مثبتو رایو په ترلاسه کولو د اوبو او بریښنا وزیر شو.

اسدالله حنیف بلخي د ۱۶۱ مثبتو رایو په ترلاسه کولو د پوهنې وزیر شو.

فریده مومند د ۱۸۴ مثبتو رایو په ترلاسه کولو د لوړو زده‌کړو وزیره شوه.

اسدالله ضمیر د ۱۹۲ مثبتو رایو په ترلاسه کولو د کرنې او مالدارۍ وزیر شو.

همایون رسا د ۱۷۰ مثبتو رایو په ترلاسه کولو د سوداګرۍ او صنایع وزیر شو.

عبدالباري جهاني د ۱۲۰ مثبتو رایو په ترلاسه کولو د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر شو.

سید سعادت منصور نادري د ۲۰۲ مثبتو رایو په ترلاسه کولو د ښار جوړونې چارو وزیر شو.

نسرین اوریاخیله د ۱۶۹ مثبتو رایو په ترلاسه کولو د کار، ټولنیزو چارو او شهیدانو او معلولینو وزیره شوه.

دلبر نظري د ۱۳۱ مثبتو رایو په ترلاسه کولو د ښځو چارو وزیره شوه.

محمود بلیغ د ۱۶۸ مثبتو رایو په ترلاسه کولو د فواید عامې وزیر شو.

سلامت عظیمي د ۱۵۵ مثبتو رایو په ترلاسه کولو د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزیره شوه.

محمدالله بتاش د ۱۷۶ مثبتو رایو په ترلاسه کولو د ټرانسپورټ وزیر شو.

عبدالبصیر انور د ۱۳۸ مثبتو رایو په ترلاسه کولو د عدلیې وزیر شو.

محمد ګلاب منګل د ۱۸۸ مثبتو رایو په ترلاسه کولو د سرحدونو او قبایلو وزیر شو.

عبدالرزاق واحدي د ۱۵۲ مثبتو رایو په ترلاسه کولو د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزیر شو.

عبدالستار مُراد د ۱۵۲ مثبتو رایو په ترلاسه کولو د اقتصاد وزیر شو.

په تیرو دوو اونیو کې نوماندو وزیرانو ولسي جرګې ته د خپلو برنامو په اړه معلومات ورکړل. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته نوماند عبدالباري باري جهاني وروستی نوماند وزیر وو چې نن یې خپلې برنامې وکیلانو ته وړاندې کړې.

د ښاغلي جهاني د نوماندۍ په وړاندې نن هم یو شمیر وکیلانو د هغه د دوه‌ګوني امریکايي تابعیت په غبرګون نیوکې کولې او هغه ته یې د خپلو برنامو د وړاندې کولو اجازه نه ورکوله، خو د ولسي جرګې د اداري پلاوي لخوا، د بهرنیو چارو وزارت د هغو اسنادو له مخې، چې اطلاعات او فرهنګ وزارت ته نوماند له دې وروسته یواځې د ویزې په اخیستلو امریکا ته سفر کولی شي، ورته د برنامو د وړاندې کولو اجازه ورکړل شوه.

اکثره وکیلانو په نننۍ غونډه کې په علني ډول خپلې رايې وکارولې.

ولسي جرګې د شنبې په ورځ شپاړلس نوماند وزیرانو ته، چې شاوخوا دوه اونۍ مخکې د ولسمشر لخوا دغې جرګې ته معرفي شوي وو، د رایې ورکولو لړۍ پیل کړه.

په تیرو دوو اونیو کې نوماند وزیرانو ولسي جرګې ته د خپلو برنامو په اړه معلومات ورکړل.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته نوماند عبدالباري باري جهاني وروستی نوماند وزیر وو چې نن یې خپلې برنامې وکیلانو ته وړاندې کړې.

د ښاغلي جهاني د نوماندۍ په وړاندې نن هم یو شمیر وکیلانو د هغه د دوه‌ګوني امریکايي تابعیت په غبرګون نیوکې کولې او هغه ته یې د خپلو برنامو د وړاندې کولو اجازه نه ورکوله، خو د ولسي جرګې د اداري پلاوي لخوا، د بهرنیو چارو وزارت د هغو اسنادو له مخې، چې اطلاعات او فرهنګ وزارت ته نوماند له دې وروسته یواځې د ویزې په اخیستلو امریکا ته سفر کولی شي، ورته د برنامو د وړاندې کولو اجازه ورکړل شوه.

په ولسي جرګه کې همدا شیبه وزیرانو ته رایو د ورکولو لړۍ پیل شوې ده چې ډیری وکیلان علني رایه ورکوي.

د ولسي جرګې غړې شکریې بارکزۍ د خپلې رایې د کارولو پر مهال وویل "زه په ښکاره خپله رایه کاروم او ټولو ته د تائیدۍ رایه ورکوم، که چیرې وزیرانو سم کار ونکړ بیا ترې پوښتنه کوم".

په وکیلانو کې داسې نظر موجود دی چې د کابینې نه شتون، د افغانستان ثبات ګډوډ او ټولې چارې یې په ټپه ودرولي دي نو هڅه کوي چې ټولو نوماند وزیرانو ته د باور رایه ورکړي.

نږدې درې میاشتې مخکې ولسمشر اشرف غني ولسي جرګې ته پينځه ویشت نوماند وزیران او د ملي امنیت عمومي ریاست ته نوماند استولي وو چې له هغې ډلې ۸ نوماند وزیران او د ملي امنیت ریاست ته نوماند په دې بریالي شول چې د باور رایه تر لاسه کړي.

XS
SM
MD
LG