د ولسي جرګې په ټولټاکنو کې د درغلیو د څیړلو ځانګړې محکمې د نوي ولسي جرګې درې بریالي نوماندان د خپلو دوسیو د شفافولو په اړوند دې محکمې ته غوښتي دي.
دې محکمی په ۱۲ ولایاتو کی ۶۸ دوسیې څیړلي او د یو پراخ دولتي هیات تر نظر لاندې به ورباندې حکم صادروي.
همدا رنګه د ولسي جرګی د مشر تابه د کرسۍ لپاره ۸ تنو نورو نوماندانو ځانونه کاندید کړي دي.
په ټاکنو کې د درغلیو د څارلو په اړه جوړه شوې ځانګرې محکمه وایي د نوي ولسي جرګې درې بریالي غړي یې دې محکمې ته را جلب کړي چې د هغو شکایتونو په اړه چې د دوی د مدعیانو له خوا شوي دي ځواب ووایي.
محکمه وایي که دا نوماندان محکمې ته حاضر نشي نو دوی به غیابي فیصله واوروي.
دا محکمه وایي دوی ته د رسیدلو شکایاتو له رویه د ولسي جرګې په ټاکنو کې ۱۳ سوه زره رایې باطلې شوي دي. محکمه په دې لړ کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د نه همکارۍ نه هم سرټکاوه.
خو نن دې کمیسیون ورسره د مرستو ژمنه کړې ده لیکن د دې محکمې په وینا دا همکاري ګړندۍ او په وخت نه ده.
محکمه وایي تر اوسه یې د معترضو نوماندانو ۶۸ دوسیې بررسي کړي او ټاکل شوې ده دا دوسیې به هغو مربوطو ولایاتو ته لیږي تر څو د یو رسمي دولتی هیات تر نظر لاندې وڅیړل شي.
دا محکمه وایي دولتي هیات به د بشري حقوقو د کمیسیون، امنیه قوماندانۍ، د ملي امنیت ریاست، د څارنوالی او عدلیې ریاستونو، یوناما او د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له غړو نه جوړ وي.
محکمه وایی دوی د احتیاط لپاره په ۳۴ ولایتونو کې د همدې هیات تر نظر لاندې صندوقونه او محرم اسناد مهر و لاک کوي.
د بلې خوا نن هم ولسي جرګه په دې و نه توانیده چې ددې جرګې د مشر تابه د کرسۍ لپاره نوماند وټاکي.
پرونی دوو نوماندانو عبدالرب رسول سیاف او محمد یونس قانونی دواړو خپله ماته و منله او داسې پریکړه شوه چې نوی نوماندان دی میدان ته راشی.
نن بیا هم د بحثونو وروسته دا پریکړه لا پخه شوه چی نوي نوماندان دې د کرسۍ د خپلولو لپاره ځانونه کاندید کړي.
دا نوماندان به سبا ورځ د کمپاین لپاره وخت لري او د ۴ شنبې په ورځ به د رای اخیستنې میدان ته ورګډ شي.
په دې لړ کی ۸ نویو څیرو ځانونه نوماند کړي دي. دا نوې څیرې عبدالطیف پدرام، بکتاش سیاووش، شریف الله کامه وال، حفیظ منصور، موسی خان هوتک، اسحق ګیلاني، عبیدالله رامین او شهزاده دي.