د لاس رسي وړ اتصالات

ولسي جرګې د ۱۳۹۴ کال بودیجه د رایو په اکثریت رد کړه


ولسي جرګې یوه غونډه (ارشیف)
ولسي جرګې یوه غونډه (ارشیف)

په ولسي جرګه کې د بودیجې په هکله د دغې جرګې د مالي کمیسیون د راپور د وړاندې کولو وروسته د جرګې رئیس په بودیجې باندې د وکیلانو رایې واخیستي چې په غونډه کې د ناستو دریو وکیلانو پرته نورو ټولو د بودیجې په مخالفت رایې ورکړي.

د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي وویل" د دریو کارتونو پرته په قاطع اکثریت بودیجه رد شوه".

د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي د پریکړې د اعلان په وخت د مالیې وزارت نه وغوښتل چې په بودیجه بیا کتنه وکړي او بیا دې ولسي جرګې ته وړاندې کړي.

د افغانستان د ۱۳۹۴ کال بودیجه ۴۵۸ میلیارده افغانۍ یا اتو میلیاردو ډالروته رسیږي چې له نیمایې زیاتي پیسې ۲۷۵ میلیارده افغانۍ عادي بودیجه او پاتې نورې پیسې یې د پرمختیایې چارو لپاره بیلې شوي دي.

ولسي جرګې د نوي مالي کال بودیجه په داسې حال کې رد کړې ده چې په افغانستان کې نوی مالي کال د جدي په لومړۍ ورځ پیل شوی دی.

د افغانستان د مالیې وزارت د ولسي جرګې له خوا د بودیجې رد د معمول خبره ګڼي او وایي چې ژر به ولسي جرګې ته یو بل تعدیل شوی سند وړاندې شي.

د مالیې د وزارت ویاند عبدالقادر جیلاني امریکا غږ ته وویل چې که چیرې ولسي جرګه په نږدې ورځو کې بودیجه تصویب نه کړي نو د مالیې وزارت به د افغانستان د مالي چارو او عامه مصارفو د قانون له مخې د تیر مالي کال بودیجې ته په پاملرنې د مامورینو معاشونه تادیه کړي.

ښاغلي جیلاني وویل" مونږ حق لرو د مالي او عامه مصارفاتو د قانون د ۴۱ مادې له مخې که چیرې د ځینو عواملو له مخې د مالي کال بودیجه تصویب نه شي نو په هغه صورت کې د نوې بودیجې تر تصویبیدلو د تیر کال بودیجه د یو پر دولسو باندې قابل د اجراء ده".

ښاغلي جیلاني هیله لري چې ولسي جرګې ته د بودیجې د نوي وړاندیز په وخت به وکیلان هغه ومني او بودیجه به تصویب کړي.

XS
SM
MD
LG