د لاس رسي وړ اتصالات

د کندز وکیل د پارلمان رئیس وټاکل شو


د کندز وکیل د پارلمان رئیس وټاکل شو
د کندز وکیل د پارلمان رئیس وټاکل شو

بلاخره افغان پارلمان له یوه میاشت جنجالونو او ناندریو وروسته نن په ناڅاپي ډول خپل مشر په علني ډول پرته له دې چې سري رایې وکاروي وټاکه.

د پارلمان یو سلو دوه اویا حاضروو غړو د علني رایو په اکثریت او یوازې د څلورو مخالفو رایو په درلودلو سره عبدالروف ابراهيمي چې په خټه ازبک دی او د کندز نه په ولسي جرګه کې استازيتوب کوي د پنځو کلونو لپاره د خپل مشر په توګه انتخاب کړ.

عبدالروف ابراهيمي تېره دوره هم په ولسي جرګه کې د کندز د خلکو استازی وو هغه د حزب اسلامی د جهادي ګوند غړی و.

د پارلمان د نن ورځې په غونډه کې د هغه کمیسیون یوه ماده مطرح شوه چې د پارلمان د رئیس د ټاکلو د معضلې لپاره ګمارل شوی وو.

د پارلمان ریاست ته یوازې عبدالروف ابراهيمي ودرید او په مقابل کې یې سیال نه درلود د سیال د نه درلودلو په صورت کې د پارلمان غړو پرېکړه وکړه چې نوموړي ته به علني رایې ورکوي.

د پارلمان یو شمېر غړو اشنا تلویزیون ته وویل چې پرېکړه ډېره چټکه شوې او باید د سرې رایو له لارې ریس ټاکلی شوی وای.

یوه میاشت مخکې په افغان نوي پارلمان کې د رئیس د ټاکلو موضوع هله اوږده شوه چې عبدالرب الرسول سیاف او یونس قانوني چې دواړه مطرح استازي بلل کېدل ونه توانېدل چې پنځوس جمعه یوه رایه خپله کړي، تر هغې وروسته شپږ ځلې بیا هم ټاکنې وشوي او هیڅ یوه کاندید پنځوس جمعه یوه رایه ونه ګټله.

د نن ورځې په غونډه کې د پارلمان مؤقت رئیس محمد سرور عثماني هم استعفی وړاندې کړه.

XS
SM
MD
LG