د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سره پر امنیتي ټړون د ولسي جرګې بحث


د ولسي جرګې یوه غونډه (ارشیف)
د ولسي جرګې یوه غونډه (ارشیف)

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو رئیس عبدالقادر ځاځي وطندوست نن دوشنبې خبریالانو ته وویل چې افغان حکومت دوه ورځې مخکې، ولسي جرګې ته د افغانستان او امریکا او د افغانستان او ناټو ټولنې تر منځ د امنیتي تړونونو متنونه سپارلي دي چې د راتلونکې اونۍ په سر کې به د دغې جرګې په کمیسیونونو کې پرې بحث پیل کړي.

ښاغلي وطندوست وویل "د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو کمیسیون کې پرون موږ فیصله وکړه چې متنونه زیات دي او په دې اونۍ کې موږ ځینې قوانین او نور مسایل په خپله اجنډا کې درلودل نو ځکه راتلونکې یکشنبې یواځې د امریکا او افغانستان تر منځ د امنیتي تړون متن تر څیړنې لاندې نیسو".

ولسمشر اشرف غني احمدزي چې د خپل کار په دوهمه ورځ دا دواړه تړونونه لاسلیک کړل تیره شنبه یې د بحث لپاره پارلمان ته ولیږل.

که څه هم ولسي جرګې په دغو تړونونو لا بحث پیل کړی نه دی خو د مخه د افغانستان او امریکا تر منځ د اوږدمهالو همکاریو تړون چې امنیتي تړون یې هم یوه برخه ده په غوڅ اکثریت تائید کړی وو.

د ولسي جرګې اکثره وکیلان په دې نظر دي چې دا تړون به هم له ستونزو پرته تصویب شي.

ښاغلي وطندوست وویل "له کومو وکیلانو سره چې هغه لیدلي دي د امریکا او افغانستان تر منځ له دفاعي او امنیتي تړون سره یو څه موافقت لري".

دغه راز د ولسي جرګې غړی نادر خان کټوازی هم په دې باور دی لکه څنګه چې د امریکا او افغانستان تر منځ استراتیژیک تړون د ولسي جرګې په ډيرو رایو تائید شو د دواړو هیوادونو تر منځ امنیتي او دفاعي تړون به هم د یو شمیر ملاحظاتو په پام کې نیولو سره تائید شي.

ښاغلي کټوازي وویل " وکیلان اندیښنه لري چې په دې وروستیو کې د پاکستان د توغندیو بریدونو په وړاندې هیڅ عکس العمل ونښود، په دې برخه کې به څه نا څه ملاحظات موجود وي خو زه فکر کوم چې په مجموع کې به دغه تړون د ملي شورا لخوا تائید شي".

په همدې توګه د ولسي جرګې بل غړی شیرولي وردګ وايي چې دغه تړون ته افغانستان ډیره اړتیا لري او د افغان ولس ټولو ستونزو او اړتیاوو ته په کتو، ولسي جرګه به یې ډير ژر تائید کړي.

ښاغلي وردگ وویل " موږ په سرحداتو کې کړیږو، د تروریستانو جرړې له دې سیمې څخه ویستل شوي نه دي او د سیمې او ګاونډیو هیوادونو استخباراتي کړۍ په هیواد کې ګډوډي جوړوي نو فکر کوم دغو اړتیاو ته کتو سره به یې ولسي جرګه ډیر ژر تصویب کړي".

د افغانستان ملي شورا له امریکا او ناټو سره د امنیتي او دفاعي تړون په مسوده کې د بدلون صلاحیت نه لري خو د قانون له مخې دا حق لري چې په غوڅ اکثریت یې یا تائید او یا هم رد کړي.

د افغانستان او امریکا تر منځ امنیتي او دفاعي تړون د دواړو هیوادونو تر منځ د استراتیژیکو همکاریو تړون یوه برخه ده چې د استراتیژیکو همکاریو تړون د ۲۰۱۲ کال په مې میاشتې کې د پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي او د امریکا ولسمشر بارک اوباما لخوا لاسلیک شو.

XS
SM
MD
LG