د لاس رسي وړ اتصالات

د پروان پر والي ځانمرګی برید وشو


د پروان پر والي ځانمرګی برید وشو
د پروان پر والي ځانمرګی برید وشو

دوه تنه هغه مهال ووژل شوه چي د سه شنبې په ورځ یوه ځانمرګیي بریدکوونکي د پروان ولایت د والي پر دفتر برید وکړ. چارواکي وايي يو ماشوم هم په پیښه کي سخت ټپي شوې دې. پخپله والي، عبدالبصیر سالنګي، ته زیان ندې اوښتې. طالبانو د برید پړه پغاړه اخیستې ده.

له دې یوه ورځ وړاندې وسله والو کسانو د بدخشان پر والي شاولي ادیب باندې برید کړی و، خو والي له برید څخه روغ وتلی و.

ښاغلی ادیب له ځینو نورو چارواکو سره د بدخشان د لرې پرتو ولسوالیو د لیدلو لپاره پر لاره و، چې د واخان او فیض اباد تر منځ پرې برید وشو.

څه موده وړاندې د تخار په مرکز تالقان کي د والي دفتر کي د یوې چادونې له امله په شمال کي د پولیسو سیمیز مشر، جنرال داود، او د تخار د امنیې قومندان، جنرال شاه جهان نوري، ووژل شوه. لدې وړاندي د کندز ولایت د امنيې قومندان، جنرال مولانا سیدخېلي، او د کندهار ولایت د امنیې قومندان، جنرال خان محمد، هم په ورته بریدونو کي ووژل شوه.

ياغي سرتیری

په همدې ترڅ کي ناټو وايي سرتیرو یي د خوست په ولایت کي هغه پخوانې افغان سرتیرې وواژه چې څه موده وړاندې يي يو آسترالیايي پوځي وژلې وو. دغه سرتیری شفیع اله نومیده او د آسترالیایي پوځي له وژلو وروسته له دندې تښتیدلی وو.

شفیع اله د مې د میاشتي په ۳۰ نیټه د ارزګان په ولایت کي پر آسترالیایي سرتیري ډزې کړي وې.

XS
SM
MD
LG