د لاس رسي وړ اتصالات

انځورونه: کندز کې د سبزیجاتو او میوو نوی کښت


انځورونه: کندز کې د سبزیجاتو او میوو نوی کښت
انځورونه: کندز کې د سبزیجاتو او میوو نوی کښت

په کندوز کې د تیرو کلونو به نسبت سږ کال د سیمې خپله موسمي میوې هندواڼې ښه بازرا درلوده او له محصولاتو څخه یې بزګران خوښ دي.

له هندواڼې پرته د کندوز دهقانانو د لیمو ونې هم تر پلاستیکي خیمو لاندې روزلي دي چې هم د سیمې خلکو ته سهولت دی او هم ترې د لیمو د ونو روزونکو ښه عاید په لاس راوړې.

له میوو پرته اوس د پلاستکي خیمو لاندې د سبزیجاتو د کرنې چارو هم وده کړې او په زیاته اندازه محصولات ترې په لاس راوړل شوي دي.

په لومړي کال هغه وخت چې د جوزا په لومړیو ورځو کې له پلاستیک لاندې روزل شوې هندواڼې بازار ته راووتې خلکو ته د حیرانتیا خبره وه، د جوزا په ګرمو ورځو کې د یوې هندواڼې بیه تر دوه نیم سوه افغانیو پورې اټکل کیدای شوه.

په کندوز کې د خواجه کفتر بابا د اصلاح شوو تخمونو د شرکت مشر حاجي لال جان په سیمه کې د موسمي میوې هندواڼې او خټکي په اړه داسې وایې:

"پلاستکي هندواڼه چې خلک یې کري دا سیستم خلکو له ایران نه راوړې دي ډیر ښه فصل ورکوي او تخم یې هم له خارج نه راوړل کیږي تر اوسه دغه هندواڼې کوم مرض نه لري او دغه ډیرې موثرې واقع شوي دي زمونږ خټکي هم ښه بازار لري خو مرضونه یې زیات دي او شپیته فیصده دهقانانو د خټکو فصل کم کړی دی"

فاروقي هر کال د خټکو او هندواڼو تجارت کوي هغه وایې چې له هندواڼو پرته لیمو، بادرنګ، او رومیان هم تر پلاستیک لاندې کرل کیږي:

"د جوزا په دریمه هندواڼې راوځي دغه هندواڼې د حمل په میاشت کې کښینوي او له هندواڼو پرته عندلک خټکي هم تر پلاسیتک لاندې کیږي او بادرنګ هم تر پلاستیک لاندې کیږي، لیمو هم په خونو کې یا د پلاستیک لاندې کښینول کیږي، د پلاستیکي میوو یو فصل اوس خلاص شوې او له هغې وروسته بل فصل هم ورکوي هر کال یو دهقان له یوې ځمکې د یوې میوې دوه فصله اخیستې شي"

محراب هغه ځوان دی چې غواړي په روژه ماتي کې د لیمو له شربت خوند واخلي هغه وایې چې دې هره ورځ نیم کیلو لیمو په شپیته افغانۍ اخلي، محراب په نوې بڼه د سبزیجاتو او میوو د کرلو په اړه وایې چې که له یوې خوا د پلاستیک لاندې د کرل شو هندواڼو، رمیانو او لیمو مزه په دې کې ده چې له طبعي وخت مخکې وي او بله داچې دهقانان په دغه وخت له خپلو محصولاتو ښه عاید په لاس راوړي:

"پخو د زراعت په نامه د ګرین هاوس په نامه یو پروګرام و چې رومیان، بادرنګ او نورې میوې او سبزیجات ترې لاندې کښینوي خو سږ کال تر پلاستیک لاندې هندواڼو ښه نتیجه ورکړې"

په کندوز کې اوس مهال نیم کیلو بادرنګ په پنځوس افغانۍ پلورل کیږي، دا ټول هغه سبزیجات او میوې دي چې یا هم په سړو خونو کې ساتل شوي او یا هم له طبعي وخت مخکې د پلاستیک لاندې روزل شوي دي چې د عادي وخت په نسبت یې بیه شپږ یا پنځه برابره لوړه ده.

XS
SM
MD
LG