د لاس رسي وړ اتصالات

د یو نیم میلیارد ډالرو لاتري درېیو کسانو وګټله


تر بل هر وخت دا ځلې د لاتري ډیر ټکټونه خرڅ شوي وو.
تر بل هر وخت دا ځلې د لاتري ډیر ټکټونه خرڅ شوي وو.

په امریکا کې د یو نیم میلیارد ډالرو لاتري درييو ټکټونو ته راوتلې ده. په دغو ټکټونو کې یو ټکټ د امریکا په لویدیځ ایالت کلیفرونیا کې رانیول شوی و.

بل ټکټ په جنوب ختیځ ایالت ټینسي کې رانیول شوی و. او درییم ټکټ په فلوریدا کې خرڅ شوی و.

د کلیفرونیا د لاتري یو ویاند وویل چې د لاتري ټکټ چې جایزه ورته راوتلې ده د ۷-۱۱ په یو دوکان کې رانیول شوی دی. دغه دوکان د لاس انجلس د ښار د چینو هیلز په سیمې کې پروت دی.

په ټینسي او فلوریدا کې د ټکټونو چې جایزې ورته راوتلي دي. تر اوسه پورې، د ګټونکو د نومونو او نورو جزییاتو په اړه څه نه دې ویل شوي.

تر تیرې ورځې پورې د لاترۍ ټکټونه خرڅیدل. تر بل هر وخت دا ځلې د لاتري ډیر ټکټونه خرڅ شوي وو.

هر ټکټ په ۲۹۲.۲ میلیونو کې د ګټلو یو چانس درلود خو بیا هم خلګو ټکټونه اخیستل.

د کلیفرونیا دوکان ته چې د لاتري د ګټونکي ټکټ پکښې خرڅ شوی و یو میلیون ډالر ورکول کیږي.

د جایزې ګټونکي کولای شي چې د لاترۍ کمپنۍ ته ووایي چې د دوی لپاره پانګه واچوي او هر یوه ته یې د ۳۰ کلنو په جریان کې ۵۳۳ میلیون ډالر ورکړل شي او یا هم درې واړه ۹۸۳.۵ میلیون ډالره په خپلو کې وویشي.

په قره کشۍ کې اتو نورو ته دوه دوه میلیون ډالره راوتلې دي او ۷۳ کسانو ته بیا یو یو میلیون ډالره جایزه راوتلې ده.

XS
SM
MD
LG