د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیا به په سوريې کې پر داعش هوایي بریدونه پیل کړي


British Prime Minister David Cameron talks to lawmakers inside the House of Commons in London during a debate on launching airstrikes against Islamic State extremists inside Syria, Dec. 2, 2015.
British Prime Minister David Cameron talks to lawmakers inside the House of Commons in London during a debate on launching airstrikes against Islamic State extremists inside Syria, Dec. 2, 2015.

په بریتانیا کې پارلمان په اکثریت سره هغه لایحه تصویب کړه چې په اساس به یې دغه هیواد د نړیوال ایتلاف په چوکاټ کې په سوریې کې د داعش په خلاف هوايي بریدونه وکړي

د بریتانیې صدراعظم دیویډ کیمرون وویل چې په سوریې کې په داعش بریدونه به بریتانیا خوندي کړي.

ښاغلي کیمرون پارلمان ته وویل چې هوايي بریدونه به د هغه «پراخې ستراتیژۍ برخه» وي چې د داعش ماتول یې هدف وي.

د نړیوال ایتلاف په چوکاټ کې، بریتانیا د یو کال راهیسې په عراق کې هوايي بریدونه کوي.

صدراعظم کیمرون د بریتانیا د پارلمان د هاوس اف کامنز یا ولسي جرګې غړو ته وویل چې په سوریې کې هم باید چې د داعش په مرکزونو باندې بریدونه وشي دا ځکه چې دغه ډله په سوریې کې د غربي هیوادونو خلاف بریدونه طرح کوي.

په پارلمان کې د لسو ساعتونو بحث وروسته، د کیمرون غوښتنه ومنل شوه.

د بریتانیا ولسي جرګې په سوریې کې د هوايي بریدونو د کولو په طرفدارۍ ۳۹۷ رایې او ۲۲۳ مخالفې رایې ورکړي دي.

د کارګر ګوند د بریتانیا په پارلمان کې لوی مخالف ګوند دی، د دغه ګوند مشر جرمي کوربین په سوریې کې د بریتانیې د هوايي بریدونو خلاف و.

ښاغلي کوربین وویل چې کیمرون په دې «ناکامه شوی دی چې ټول قانع کړي» چې که چیري بریتانیا او ایتلاف هوايي بریدونه وکړي نو ځمکني ځواکونه به وکړی شي چې د داعش څخه بیرته سیمې ونیسي.

یوه سروې ښيي چې په بریتانیا کې یوازې ۴۸ فیصده خلګ په سوریې کې د بریدونو طرفداري کوي. دغه شمیره بیا د یوې اونۍ مخکې شمیرو نه کم دی. تیره اونۍ سورې ښودله چې د بریتانیا ۵۹ فیصده خلګ په سوریې کې د پوځي اقدام طرفدار دي.

XS
SM
MD
LG