د لاس رسي وړ اتصالات

په بروکسل کې د پاریس د بریدکوونکو د پټيدو ځای معلوم شو


د بلجیم پولیس وايي چې د بروکسل په اپارتمان کې یې د پاریس د یو بریدګر د ګوتو نښې موندلې دي.
د بلجیم پولیس وايي چې د بروکسل په اپارتمان کې یې د پاریس د یو بریدګر د ګوتو نښې موندلې دي.

د بلجیم فدرالي څارنوال وايي چې تیره میاشت په بروکسل کې پولیسو په یو اپارتمان کې داسې څه وموندل چې شک کیږي د پاریس په بریدونو کې ورنه کار اخیستل شوی وو.

د بلجیم پولیسو د بروکسل د ښار په یو اپارتمان کې د هغه کس د ګوتو نښې موندلې دي چې شک کیږي د پاریس په بریدونو کې یې لاس درلود.

همداراز، پولیسو ویلي دي چې ځانمرګه کمربندونه او د یو ډول چاودیدونکو موادو نښې يې هم پیدا کړي دي چې د پاریس په برید کې ورنه کار اخیستل شوی وو.

پولیسو ویلي دي چې په یو اپارتمان کې یې د صالح عبدالسلام د ګوتو نښې موندلي دي. د دغه کس په اړه ویل کیږي چې د پاریس، د نومبر د ۱۳ نیټې، په بریدونو کې یې لاس درلود او بریدکوونکو ته یې لوژستکي مواد برابر کړي وو.

د صالح ورور، ابراهیم هم د هغو ځانوژونکو په ډله کې و چې په پاریس کې یې بریدونه وکړل او ۱۳۰ کسان یې ووژل.

د بلجیم پولیسو د ځانمرګه بریدونو لپاره درې کمربندونه هم پیدا کړي دي او د هغو موادو څرک یې هم لګولی دی چې د پاریس په بریدونو کې په ځانمرګه واسکټونو کې استعمال شوي وو.

د تروریزم د چارو کارپوه کلاډ مونیک د فرانسې تلویزیون ته ویلي دي چې دغه موندنې ښيي چې که څه هم داسې معلومیږي چې د پاریس بریدونه دې په سوریې کې پلان شوي وي خو بریدکوونکو په بروکسل کې پلان جوړ کړی و او ځانونه یې تیار کړي وو.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش ویلي دي چې بریدونه دوی کړي دي.

صالح عبدالسلام د پاریس د بریدونو سمدستې وروسته د فرانسې څخه بلجیم ته تللی و.

پولیسو ویلي دي چې د هغه دوه ملګري چې هغه یې د پاریس د بریدونو وروسته په موټر کې بروکسل ته رسولی و نیولي دي. خو پولیسو تراوسه پورې صالح نه دی نیولی.

مونیک وايي چې کیدای شي چې عبدالسلام سوریې ته تللی وي، خو هغه دا خبره هم کوي چې د دې امکان هم شته چې هغه دې د اروپا په کوم هیواد کې وي او د نورو بریدونو لپاره پلان جوړوي.

په بلجیم کې پولیسو خپلې موندنې داسې وخت اعلان کړي دي چې په پاریس کې د شارلي ابدو د مجلې په دفتر باندې د برید کلیزه لمانځل کیږي.

د پنجشنبې په ورځ په پاریس کې پولیسو یو کس هغه مهال په ډزو وواژه چې غوښتل یې د پولیسو په یوه مرکز باندې برید وکړي. د هغه سره یو لیک او د اسلامي دولت د ډلې بیرغ هم موندل شوي دي.

XS
SM
MD
LG