د لاس رسي وړ اتصالات

په کلفرونیا کې په ډزو کې ۱۴ کسان وژل شوي


د امریکا د کلفرونیا په ایالت کې د چهارشنبې په ورځ څو وسله وال د معلولینو د روزنې یو مرکز ته داخل شول او لږترلږه یې۱۴ کسان ووژل او ۱۷ نور یې ټپیان کړل.

پيښه د کلفرونیا د ایالت د سن برناردینو په سیمې کې شوې ده. پولیسو ویلي دي چې شک کیږي چې برید ګر درې کسان وو.

څو ساعته وروسته، پولیسو د مشکوکو بریدګرو د موټر د درولو هڅه وکړه چې په دغه لړ کې پولیسو یو مشکوک وسله وال وویشتی او ټپي یې کړ.

پولیسو یو بل وسله وال نیولی دی. په دې اړه چې آیا ټپي شوی کس مړ دی او که نه، ضد او نقیض رپوټونه خپاره شوي دي.

د تلویزیون په تصویرونو کې یو تور موتر لیدل کیږي چې ښیښې یې په مرمیو لګیدلي دي او یو جسد یې نږدې پروت دی. د پولیسو درې موټر د دغه تور رنګه موټر په شاووخوا کې ولاړ دي او پولیسو نه پوهیږي چې په موتر کې څه شته.

د سیمې د پولیسو مشر دغه پيښه «کورنی تروریزم» بللی دی خو د بریدکوونکو د انګیزې په اړه يې څه نه دې ویلي

د پولیسو ویاندې د لاس انجلس ټایمز ورځپانې ته ویلي دي چې دغه درې مشکوک کسان په درنو وسلو سمبال وو او احتمال یې شته چې د مرمی ضد واسکټونه یې هم اغوستي وو.

XS
SM
MD
LG