د لاس رسي وړ اتصالات

د چین اقتصادي وده سوکه شوې


د چین اقتصادي وده د ۲۰۱۶ کال په لومړی ربع کې ۶.۷ فیصده وه
د چین اقتصادي وده د ۲۰۱۶ کال په لومړی ربع کې ۶.۷ فیصده وه

چین وايي چې د ۲۰۱۶ کال په لومړۍ ربع کې یې اقتصادي وده ۶.۷ فیصده وه. دغه ښيي چې د چین اقتصادي وده د تیرو کلنو په پرتله سوکه شوې ده.

دا د ۲۰۰۹ کال راهیسې چې اقتصادي بحران خپل اوج ته رسیدلی و، تر نورو وختونو سوکه اقتصادي وده ده.

د چین د احصائیې ملي ادارې ویلي دي چې د ۲۰۱۵ کال د اخیرو درو میاشتو په پرتله، چې اقتصادي وده ۶.۸فیصده وه، د ۲۰۱۶ کال په لومړیو درو میاشتو کې اقتصادي وده سوکه وه او دغه وده ۶.۷ فیصده وه.

خو دغي ادارې ویلي دي چې که څه همدا وده ورو شوې ده، خو بیا هم د چین د حکومت د توقعاتو مطابق ده او هغه دا چې باید اقتصاد د کاله په مجموعې توګه ۶.۵ فیصد وده وکړي.

د چین د ملي احصائیې د ادارې یو ویاند شین لاېي یون نن د سوکه اقتصادي ودې د عواملو په اړه وویل:

«په دې حاضر وخت کې نړیوال وضعیت پيچلی دی او په چټکۍ سره تغییر خوري او د چین دباندې یو شمیر داسې فکتورونه شته چې [اقتصادي] بې ثباتي پیدا کوي . . . . په کورنۍ برخه کې بیا اقتصاد ډیر حساس پړاو ته رسیدلی دی او . . . په عین وخت کې دا اقتصادي بنسټونه د مشکلاتو سره مخامخ دي.»

ویاند زیاته کړه چې که څه هم مشکلات شته خو دوی باور لري چې د چین اقتصاد به په ۲۰۱۶ کال کې ښه وي.

د چین دولتي مطبوعاتو نن وویل چې د چین ملي ناخالص عایدات ۲.۴ ټریلیون ډالر کیږي.

د چین چارواکو د اقتصاد د بیرته ښه کولو لپاره د سود کچه راټیټه کړې ده او په عامه خدماتو کې یې پانګه اچولې ده.

په دغه کار سره چین هڅه کوي چې په تولیداتو او د محصولاتو په صادراتو باندې خپله اتکا کمه کړي.

XS
SM
MD
LG