د لاس رسي وړ اتصالات

چین غواړي د بهرنيو انجوګانو د فعالیتونو نظارت وکړي


د چین پارلمان د انجوګانو نوی قانون منظور کړ.
د چین پارلمان د انجوګانو نوی قانون منظور کړ.

چین د اینجوګانو یو نوی جنجالي قانون تصویب کړی دی. د دغه قانون په اساس به اینجوګاني یا غیردولتي مؤسسې د امنیتي چارواکو له خوا رجسټر کیږي او څارنه به یې کیږي.

د قانون بشپړ متن نه دی خپور شوی، خو چارواکو ویلي دي چې دا قانون اووه فصله او ۵۴ مادې لري. قانون د چین د پارلمان له خوا منظور شوی دی.

د پارلمان ۱۴۷ غړو دغه قانون ته موافقي او یوه کس مخالفه رایه ورکړي ده.

د دغه قانون کومه مسوده چې مخکې خپره شوې، په کښې راغلي و چې په چین کې به پولیس د دې واک ولري چې د هغو بهرنیو اینجوګانو د فعالیت مخه ونیسي چې فکر کیږي د چین ملي امنیت ته خطر متوجه کوي.

په مسوده کې دا هم راغلي و چې پولیس دا هم کولای شي چې د اینجوګانو مشران احضار کړي او د بهرنیو اینجوګانو نه وغواړي چې دولتي چارواکو ته رپوټ ورکړي.

په وروستیو ورځو شپو کې، چین د یوې بهرنۍ مؤسسې یو کارکونکی د خپل ملک نه په دې وایست چې د چین د چارواکو له قوله د چین ملي امنیت یې خراباوه.

د چین چارواکو ویلي دي چې دا چې د انجوګانو نه غوښتل شوی چې د پولیسو سره دې ځانونه رجسټر کړي معقول دی.

دوی ویلي دي چې چین ته د بهرنیو مؤسسو د داخلیدو او خارجیدو چارې د پولیس په غاړه دي.

چینايي چارواکو دا هم ویلي دي چې په فرانسې کې هم مؤسسې د پولیسو سره ځانونه رجسټروي.

چین د پخوا راهیسې د بهرنیو موسسو په اړه شک درلود او یو عمده تشویش یې دا و چې داسې نه شي چې انجوګاني په عامو خلکو کې نفوذ وکړي او د کمونست ګوند حاکمیت ته خطر پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG