د لاس رسي وړ اتصالات

هیلري کلنټن: ایف بي آي دې د ایمیلونو په اړه وضاحت ورکړي


کلنټن وايي چې باور لري چې په موندل شوي ایمیلونو کې به داسې څه نه وي چې د ایف بي آي تصمیم ته تغیر ورکړي

کلنټن وايي چې باور لري چې په موندل شوي ایمیلونو کې به داسې څه نه وي چې د ایف بي آي تصمیم ته تغیر ورکړي

هیلري کلنټن په ایف بي آی باندې په دې انتقاد کړی دی چې ویلي یې دي چې د کلنټن د ایمیلونو قضیه به بیرته راوسپړي.

د ایف بي آی رئیس د جمعې په ورځ د امریکا کانګرس ته په یوه لیک کې ویلي دي چې ایمیلونه یې موندلي دي چې د کلنټن د بهرنیو چارو د وزارت د وخت دي او د هغې د ایملیونو سره تړاو لري.

په لیک کې، د ایف بي آی رئیس جیمز کومي زیاته کړې ده چې دوی د کلنټن قضیه بیرته پرانستې ده.

هیلري کلنټن د ایف بي آي د دغه اقدام په اړه وویل:

«دا ډیره عجیبه ده چې داسی یو لیک له ډېر کم معلومات سره له انتخاباتو نه مخکې کانگرس ته ولېږل شي. دا نه یوازې عجیب ښکاري، بې سابقې کارهم دی، او د ژورې ناراحتي سبب دی ځکه راېې ورکوونکي حق لري چی په بشپړ معلومات خبر‍ وي.»

هېلري کلنټن پرون د فلوریډا په ایالت کې خپلې انتخاباتی مبارزې ته په داسی حال کې ادامه ورکړله چې مشهوره سندرغاړی جنیفر لوپېز او مارک انټوني هم ورسره په دې مبارزه کې برخه واخیستله.

کلنټن ویلي دي چې باور لري چې په موندل شوي ایمیلونو کې به داسې څه نه وي چې د ایف بي آي تصمیم ته تغیر ورکړي

دونالډ ټرمپ د امریکا د عدلیې په وزارت تور ولګاوه چې د د هیلري کلنټن ملاتړ کوي.

دونالډ ټرمپ چې د اریزونا د ایالت په فینیکس کې یې خبرې کولې وویل:

«اوس ربوټ وايي چې د عدلیې وزارت له ایف بي ای سره په مبارزه بوخت دي، ځکه چې د عدلیې وزارت هڅه کوي چې د هیلري کلنټن جنایي فعالیتونه په ټینګه د خلګو له نظره خوندي وساتي.»

ویل کیږي چې د عدلیې وزارت ایف بي آی ته کانګرس ته د تحقیقاتو په اړه د معلوماتو د ورکولو په اړه خبرداری ورکړی و.

د عدلیې د وزارت دریځ دا و چې داسې نه شي چې د دې وزارت کړنې د انتخاباتو په نتایجو تاثیر وکړي. د عدلیې وزارت ځان د داسې مسایلو نه ساتي چې په انتخاباتو تاثیر اچولی شي.

خو ډانلډ ټرمپ وویل کله چې دې وايي په نظام کې لاسوهنه شوېده نو معنی ېې همدا ده.

هېلري کلنټن وویل چی ډانلډ ټرمپ د ایمیلونو په مسله کې ناسم تبلیغات کوی او هڅه کوي چی امریکایان بې لاره کړي او موږ په ټولو حقایقو خبر نه یو.

له همدې امله هغې د ایف بي آی پر مشر جېمز کوميغږوکړ چې په دې اړه بشپړ معلومات څرگند کړي.

XS
SM
MD
LG