د لاس رسي وړ اتصالات

په جنوبي کارولاینا کې کلنټن سنډرس ته ماته ورکړه


تر اوسه پورې په څلورو ایالتونو کې انتخابات شوي دي چې په درېیو کې یې کلنټن ګټلي دي.

تر اوسه پورې په څلورو ایالتونو کې انتخابات شوي دي چې په درېیو کې یې کلنټن ګټلي دي.

په امریکا کې د مقدماتي انتخاباتو په لړ کې، هیلري کلنټن خپل سیال برني سنډرس ته د جنوبي کارولاینا په ایالت کې ماته ورکړه.

په جنوبي کارولاینا کې به د میرمن کلنټن بری د هغې دریځ د مارچ د لومړی نیټې د مقدماتي انتخاباتو لپاره عښتلی کړی.

د مارچ لومړی نیټه د سې شنبې ورځ کیږي او د سوپر ټیوزدي په نامه یادیږي او په یوه ورځ به د ۲۰ نه په ډیرو ایالتونو کې ګوندي انتخابات وشي.

د راېیو اچونې د مرکزونو د بندیدو لږ وروسته، ډیر شمیر رسنیو د رایې اچولو د مرکزونو د سرویګانو په اساس هیلري کلنټن په جنوبي کارولاینا کې د انتخاباتو ګټونکی اعلان کړه.

په جنوبي کارولاینا کې حتا د انتخاباتو مخکې ویل کیدل چې میرمن کلنټن به انتخابات وګټي خو هغه وخت هم بحث په دې و چې آیا برني سنډرس به وکړای شي چې ۳۰ فیصده تفاوت، چې پيشبیني یې کیدله، راکم کړي.

د امریکا پخوانی جمهوررئیس بل کلنټن د خپلې میرمن هیلري کلنټن لپاره کمپاین کوي

د امریکا پخوانی جمهوررئیس بل کلنټن د خپلې میرمن هیلري کلنټن لپاره کمپاین کوي

په جنوبي کارولاینا کې میرمن کلنټن په لوی توپیر خپل سیال برني سنډرس ته ماته ورکړه. ویل کیږي چې میرمن کلنټن ته افریقایي الاصله امریکایانو ډیرې رایې ورکړي دي.

میرمن کلنټن په جنوبي کارولاینا کې د بریا په مناسبت خپلو پلویانو ته وینا وکړه. هغې وویل چې «سره له سبا نه به کمپاین په ټولو ایالتونو کې پیل کړي.»

د جنوبي کارولاینا د مقدماتي انتخاباتو د ګټلو سره، کلنټن د څلورو ایالتونو نه په درېیو کې یې خپل سیال ته ماته ورکړې ده.

په جنوبي کارولاینا کې د انتخاباتو نه مخکې لا سنډرس د مبارزې نه لاس اخیستی و او خپله توجه یې د سې شنبې د ورځې انتخاباتو ته اړولې وه.

د سنډرس کمپاین په یو بیان کې کلنټن ته مبارکي ویلې ده.

د هیلري کلنټن سیال برني سنډرس وايي چې اوس لا د کمپاین پيل دی

د هیلري کلنټن سیال برني سنډرس وايي چې اوس لا د کمپاین پيل دی

سنډرس په یو لیکلي بیان کې چې د شنبې په شپه خپور شو ویلي دي چې «زه به د یو شي په اړه واضح خبره وکړم. دا د کمپاین پیل دی. موږ په نوي همشیر کې پریکړنده ګټونکي و. هغه په جنوبي کارولاینا کې پریکړنده ګټونکې ده.» سنډرس زیاته کړه چې «اوس به سیالي د سوپرټیوزدې لپاره وي.»

XS
SM
MD
LG