د لاس رسي وړ اتصالات

تر ۳۵۰ زرو ډیر مهاجرین د مدیترانیې له لارې اروپا ته تللي


څه دپاسه ٢٣۴زره تنه د یونان سواحلو ته او نور ١١۴زره تنه ایټالیې ته رسیدلي دي.
څه دپاسه ٢٣۴زره تنه د یونان سواحلو ته او نور ١١۴زره تنه ایټالیې ته رسیدلي دي.

د مهاجرینو نړیوال سازمان یا IOM وايي چې سږکال تر ٣٥٠ زرو ډیرو کسانو د مدیترانې د سمندرگي خطرناک سفرونه کړي چې اروپا ته ځانونه ورسوي.

د مهاجرینو دغه سازمان ویلي دي چې دغه مهاجرین د منځني ختیځ او افریقا د د نیستمنو او جگړه ځپلو هیوادونو نه راوتلي دي ترڅو د ښه ژوند دپاره اروپا ته ځانونه ورسوي.

د مهاجرینو نړیوال سازمان وویل چې په دغو کسانو کې څه دپاسه ٢٣۴زره تنه د یونان سواحلو ته او نور ١١۴زره تنه ایټالیې ته رسیدلي دي.

برسیره په دې کم شمېر یې هسپانیې او مالټا ته هم ځانونه رسولي دي. تقریبا ٢٦٠٠تنه په اوبو کې غرق سوي دي.

دغه وروستي ارقام په داسي حال کې خپاره شوي دي چې اروپا د دوهمې نړیوالې جگړې راپدېخوا د مهاجرینو تر ټولو د سخت بحران سره مخامخ ده.

د مهاجرینو لپاره د ملګروملتونو د ادارې یا UNHCR یو ویاند بابر بلوچ امریکا غږ ته وویل «ټول هیوادونه مسولیتونه لري چې د دغه بحران د رفع کولو لپاره کار وکړي.» خو یو شمیر هیوادونه د مهاجرینو د ورتګ مخه نیسي یا په محدوده توګه پریږدي چې مهاجرین دې ورته ولاړ شي.

د سې شبنې په ورځ، په هنګري کې چارواکو د بوداپست د اورګاډي ستیشن وتړی او بیرته یې خلاص کړ.

د اورګاډي د ستیشن په تړلو سره په سلګونو مهاجر، چې د منځني ختیځ د جګړو نه یې ځانونه هنګري ته رسولي دي، دباندې پاته وو. دوی د چارواکو نه غوښتنه کوله چې دوی پریږدي چې په اورګاډي کې چې جرمني او اطریش ته ځي سپاره شي.

هنګري یو له هغو هیوادونو نه دی چې له لارې نه یې مهاجرین غواړي ځانونه د اروپايي اتحادې نورو هیوادونو ته ورسوي. هر کال هنګري ته ۱۵۶ زره مهاجرین ورځي.

XS
SM
MD
LG