د لاس رسي وړ اتصالات

د اطریش نه جرمني ته د مهاجرو ورتګ ورو شوی


د هغو مهاجرو شمیر چې د مارچ په میاشت کې د اطریش نه جرمني ته تللي اوه ځلې کم شوی دی.
د هغو مهاجرو شمیر چې د مارچ په میاشت کې د اطریش نه جرمني ته تللي اوه ځلې کم شوی دی.

د جرمني د کورنیو چارو د وزارت یو چارواکي ویلي دي چې د مارچ په میاشتې کې د هغو مهاجرو شمیر چې د اطریش نه جرمني ته تللي اوه ځلې کم شوی دی.

هغه ویلي دي د مارچ په میاشت کې د اطریش نه جرمني ته تر ۵۰۰۰ کم مهاجر ورغلي دي. د جرمني دغه چارواکي زیاته کړې چې جرمني ته د دې لپاره کم مهاجر ورغلي دي چې د بالکان د سیمې هیوادونو د خپلو سرحدونو کنټرول ډیر کړی دی.

د جنوري په میاشتې کې ۶۴۵۰۰ او په فبروري کې ۳۸۵۰۰ مهاجر د اطریش نه جرمني ته وراوښتي وو. زیاتره مهاجر چې غواړي ځانونه جرمني ته ورسوي د اطریش له لارې ورځي.

د جرمني په صدراعظمې انګیلا میرکل باندې د ډیر وخت راهیسې فشار اچول شوی چې جرمني ته دې د مهاجرو بهیر ورو کړي.

جرمني ته تیر عیسوي کال ۱.۱ میلیون مهاجر ورغلي وو. په دغه هیوادکې تشویش دا دی چې د دغو مهاجرو مصارف به څنګه پوره کیږي او مهاجر به څنګه د جرمني د ټولنې سره ځانونه عیاروي.

بل پلو ته اطریش ویلي دي چې د ایټالیا سره خپلو سرحدونو ته به عسکر واستوي.

د اطریش د ددفاع وزارت ویلي دي چې دغه کار د دې لپاره کوي چې اطریش ته د مهاجرینو د ورتګ مخه ونیسي.

په یونان کې د مقدونیې سرحد ته نږدې، په سلګونو مهاجرینو مظاهره کړې ده او یونان او مقدونیې ترمنځ یې د سرحدونو د خلاصولو غوښتنه کړې ده.

د ترکيې د مصطفی توسن په ښارګوټي کې هم په سلګونو کسانو د یونان نه ترکیې ته د مهاجرینو د استولو خلاف مظاهره کړې ده.

ویل کیږي چې د مهاجرینو لومړی جوپه به د دوشنبې په ورځ د یونان نه ترکیې ته واستول شوي. د ترکیې ساحلي ساتونکو ویلي دي چې یونان ته یې د لسګونو مهاجرو د تګ مخه نیولې ده.

XS
SM
MD
LG