د لاس رسي وړ اتصالات

په کنړ کې د سوات کډوال د پولیو واکسین سره مخالفت کوي


دیني عالمان او قومي مشران د ګوزڼ د واکسین په پروسه کې کمک کوي
دیني عالمان او قومي مشران د ګوزڼ د واکسین په پروسه کې کمک کوي

د کونړ په ولایت کې د خیبر پښتونخوا څخه راغلې ځینې کورنۍ د پولیو د واکسین مخالفت کوي، خو ددغو کورنیو لپاره د عامه پوهاوي پروسه پیله شوې چې دا کورنۍ خپل ماشومان واکسین کړي.

د کونړ په مرکز اسدآباد او ځینو ولسوالیو کې د خیبر پښتونخوا د سوات سیمې راغلې ځینې کورنۍ پدې د پولیو د واکسین سره مخالفت کوي چې په ګمان يي دا کار پرې خپلو مشرانو جبري کړې دی.

په کنړ کې د واکسین د پروسې مشر ډاکټر اسحاق وايي پدې اړوند يي ډېرې هڅې کړي، خو لاهم ځینې کورنۍ شته چې د خپلو ماشومانو واکسین کول نه غواړي.

ډاکټر اسحاق وايي "دانګام، مرورې، سرکاڼو، پیج درې او شیګل کې دا ستونزه شته دی او دغه کورنۍ وايي چې مشرانو یې ورته ویلي دي چې باید ماشومان واکسین نه کړي".

خو د کونړ د ولایتي شورا غړی جمال الدین سیار وايي په کونړ کې د سواتي کورنیو د مشرانو سره یې خبرې کړي او ژر به دا ستونزه اواره شي. ښاغلي سیار وویل په دې تړاو يي د سوات د کورنیو د مشرانو سره خبرې کړي او هغوئ ورته ډاډ ورکړ چې نور به دغه ستونزه نه پېښږي.

امریکاغږ کوشش وکړ چې د سوات راکډه شویو یو شمیر کورنیو سره په دې مسله خبرې وکړي، خو هغوئ نه غوښتل چې خبرې وکړي.

د کونړ د ولایت معاون محمد نبي احمدي وویل دغه ممانعت په هغو سیمو کې کیږي چې حکومت پکې زیات کنترول نلري خو وايي بیا هم په دې تړاو له قومي مشرانو سره ددغې ستونزې د حل د لارې لټون ته دوام ورکوي.

د کونړ اوسیدونکي په ټوله کې په هغو کورنیو د خپلو ماشومانو د واکسین کولو غږ کوي، چې تر اوسه ددغې پروسې ممانعت کوي.

اکثرو دیني عالمانو ویلي چې ماشومانو ته د پولیو یا ګوزڼ د واکسین کولو په مسله کې د شرعیت له پلوه ستونزه نشته دی.

یوه روغتیايي کارکوونکې په کندهار کې ماشوم ته د پولیو څاڅکي ورکوي
یوه روغتیايي کارکوونکې په کندهار کې ماشوم ته د پولیو څاڅکي ورکوي

دیني عالم مولوی سمیع الله ریحان په دې تړاو امریکاغږ ته وویل جمهورو علماؤ دا فیصله کړې چې کورنۍ باید خپل ماشومان واکسین کړي او که یې واکسین نه کړي او ماشوم فلج شي نو پلار او مور یې په دې مسله کې ګنهګار دي، چې د مرض تداوي وه او هغوئ ورته نه ده کړې.

د یو اټکل له مخې په کونړ کې د واکسین د هر کمپاین پر مهال تر دیارلس زره ماشومان له واکسین پاتې کیږي چې روغتیايي ادارې یي لویه اندیښنه ګڼي.

XS
SM
MD
LG