د لاس رسي وړ اتصالات

په فرانسې کې پولیسو درې مسجدونه وتړل


د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برنارډ کازینوف
د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برنارډ کازینوف

په فرانسې کې پولیسو درې جوماتونه تړلي دي او ۲۳۲ کسان یې نیولي دي. دغه کسان په فرانسې کې د بیړني حالاتو د نوي قانون په اساس نیول شوي دي.

دغه قانون په پاریس کې د تیرې عیسوي میاشتې د تروریستي پيښې وروسته تصویب شوی دی.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر برنارډ کازینوف ویلي دي چې دا لومړی ځل دی چې د فرانسې حکومت د عبادت په هغو ځایونو چاپې اچولې دي چې شک کیږي د «اسلامپالو افراطیانو» روزنه او پالنه پکښې کیږي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر وویل پولیسو پرون د پاریس په ختیځ کې په یوه جومات چاپه واچوله، نهه کسان یې په خپلو کورنو کې نظربند کړل او ۲۲ کسان یې د فرانسې څخه د وتلو نه منع کړل.

هغه وویل چې دوه نور جوماتونه چې پولیسو ورباندې چاپې اچولې دي د پاریس په شمال لویدیځ کې د لیون په ښار کې موقعیت لري.

د اسلامي دولت د ډلې وسله والو د پاریس د بریدونو مسولیت منلی دي. په بریدونو کې ۱۳۰ کسان ووژل شول او په سلګونو نور ټپیان شول.

XS
SM
MD
LG