د جرمني صدراعظمه انګیلا میرکل وايي چې غواړي په انتخابات کې ودریږي او د څلورم ځل لپاره د جرمني صدراعظمه شي.
میرکل د یکشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې دې د خپل ګوند د لوړرتبه غړو سره غونډه کړې ده او د خپلې پریکړې یې خبر کړیدي.
د جرمني صدرعظمې وویل چې «زه تیاره یم چې د صدراعظمۍ لپاره بیا کاندیده شم.»
میرکل زیاته کړه چې «دا یوازې د انتخاباتو د کمپاین لپاره پریکړه نه ده. دا د څلور کلنو لپاره د حکومت د چلولو پریکړه ده، البته لکه د تل په څیر که [زما] صحت د دې اجازه راکړي.»
انګیلا میرکل د جرمني لومړۍ صدراعظمه ده. هغې ته په اروپا کې د یو داسې سیاستمدارې په سترګه کتل کیږي چې ناڅرګندتیا په دور کې په اروپا کې ثبات راوستی شي.
په اروپا کې د ناڅرګندتیا په دې پیدا شوې ده چې په بریتانیې کې خلګو د اروپايي اتحادې نه د وتلو په طرفدارۍ رایې ورکړي او په امریکا کې ډونلډ ټرمپ انتخاب شو.
میرکل ۶۲ کلنې ده او د ۲۰۰۵ کال راهیسې د جرمني صدراعظمه ده.
که میرکل د ۲۰۱۷ کال انتخابات وګټي او خپله څلور کلنه دوره پوره کړي نو پوره ۱۶ کاله به یې حکومت کړی وي.