د لاس رسي وړ اتصالات

د انساني قاچاق تور لست کې اته نور ملکونه هم شامل شول


د انسانانو قاچاق د کاله د ۱۵۰ میلیارد ډالرو کاروبار دی.

د انسانانو قاچاق د کاله د ۱۵۰ میلیارد ډالرو کاروبار دی.

امریکا د اتو نورو هیوادونو نومونه هم په هغه تور لست کې شامل کړل چې د انساني قاچاق په برخې کې یې خپل مسؤلیت نه دی ادا کړی.

په هغه رپوټ کې چې پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خپور کړی دی د برما، هایټي، پاپوا نیو ګیني، سوډان، سرینام، ترکمنستان او ازبکستان نومونه شامل دي.

د دغو اتو هیوادونو سره اوس په لست کې ۲۷ هیوادونه شامل دي چې د انساني قاچاق د مخنیوي په برخې کې یې موثر اقدامات نه دې کړي.

د نړۍ په کچه د انسانانو قاچاق د کاله د ۱۵۰ میلیارد ډالره کاروبار دی. دغه هغه کاروبار دی چې په نتیجه کې یې په نړۍ کې ۲۰ میلیون کسان د مریانو په څیر ژوند کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ویلي دي چې «ټول ۲۰ میلیون د نورو عادي خلګو په څیر دي. دوی نومونه لري. په ډیرو مواردو کې کورنۍ لري یا درلودي. خو، دوی مجبور شوي دي چې په ډیر بد حالت کې ژوند وکړي. داسې یو بد حالت چې په ننۍ عصر کې هیڅ انسان باید پکښې ژوند و نه کړي.»

هغه کسان چې قاچاقیږي، جنسي سؤ استفاده ورڅخه کیږي، په فابریکو کې کار ورباندې کیږي، په کورونو کې کار ورنه اخیستل کیږي، او د عسکرو او یا جنایت کارو ډلو د غړو په توګه ګمارل کیږي. دغه کسان په ډیر بد وضعیت کې ژوند کوي، ډوډی نه لري او صحت ته یې هم پاملرنه نه کیږي.

جان کیري زیاته کړه چې «موږ ټول په دغه پوهیږو. نجونې جنسي سؤاستفادې ته مجبوره کیږي، ښځې مجبوره کیږي چې په نامناسبه ځایونو کې ورځې او شپې تیرې کړي. . . . نارینه او هلکان خوب ته نه پریښودل کیږي او دې ته مجبوره کیږي چې په ساعتونو په ډیرې ګرمۍ کې یا په بد وضعیت کې کار وکړي.»

په جګړه ځپلې سیمو کې داسې قضیې شته چې ماشومان تښتول شوي او د بیلابیلو وسله والو ډلو لخوا د جګړې لپاره روزل شوي.

ځینې خلګ چې نورې لارې ورباندې بندې وي او فرصتونه و نه لري نو په رضاکارانه توګه مریتوب ته اړ کیږي.

غریب ځوانان نورو هیوادونو ته، لکه امریکې ته، په دې پلمه تګ ته رضا کیږي چې کارونه به ورته پیدا کړي او سوکاله ژوند به ولري.

خو، په یو شمیر هیوادونو کې چارواکي بیا دغه موضوع ته پام نه کوي. او په ځینې مواردو کې حتا ځینې حکومتونه د انسانانو د قاچاق تمویل هم کوي.

مثلا د برما حکومت په اقلیتونو باندې جبر ته ادامه ورکړې ده او یو شمیر کسان یې په زوره کارکولو ته اړ کړي دي او ماشومان یې د حکومت په وسله والو قواوو کې ګمارلي دي.

ازبکستان په زوره ځوانان دې ته اړ کوي چې د پنبې په کروندو کې کار وکړي.

امریکا هغه حکومتونه مسؤل ګني چې په دې کې پاته راغلي دي چې د انسانانو د قاچاقبرانو سره قانوني چلند نه کوي.

XS
SM
MD
LG